طالبان : په کندهار کي دوه پوليس راسره يوځاى سول

عطاالله محمدي | نوومبر 4th, 2013


وسله والو طالبانو په خپله يوه رسنۍ کي خبر ورکړى چي دوه پوليس ورسره يوځاى سوي.
طالبان ليکي چي يو پوليس د کندهار په پنجوايي اولسوالۍ کي د دوى سره يوځاى سوى او نوموړي مخکي تر دې په کندهار کي په يوه مؤسيسه کي دنده درلوده. او دوهم پوليس په بولدک کي ورسره يوځاى سوى چي مخکي ئې د يادي اولسوالۍ په ټرانسپورټ رياست کي کار کاوه.
طالبان ليکي چي نوموړي پوليس د دوى د جلب او جذب د کمېسيون د دعوت په پايله کي د دوى سره يوځاى سوي.
د يادوني وړ ده چي څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو په يوه خبرپاڼه کي د پنځلسو پوليسو د يوځاى کېدو او تر ورځ ئې بيا د شپږ دېرشو پوليسو د يو ځاى کېدو خبر ورکړى وو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه افغان حکومت څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024