د مور او پلار …٦٠م ورځنى حديث

عطاالله محمدي | نوومبر 6th, 2013


موضوع : ورځنى حديث (دمور او پلار له پاره استغفار)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٦٠ مه برخه پر له پسې لړۍ

د مور او پلار د پاره استغفار
د حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله جل جلاله په جنت کي د نېک بنده درجه وچتوي هغه عرض وکي چي زما ربه زما درجه د څه شي په خاطر لوړه سوه يا اوچته سوه ؟ د الله تعالی له طرفه جواب ورکول کېږي ، ستا اولاد ستا د پاره د مغفرت دوعا وکړه نو په دې خاطر الله تعالی دا درجه درکړه !
(رواه احمد)

Copyright Larawbar 2007-2024