زابل دکابل کندهار دلوی لاري بهامنیت ساتي
جاويد احمد تنوير
له هغه ورسته چی دکابل کندهار پرلویه لاره پدی ورستیو کی امنیتي پیښی زیاتي شوی ورسره سم دکورنیو چارو او دفاع وزارونه هڅه کوي ترڅو ددغه لاري امنیت کابو کړي ، پر دغه لویه لاره په تیرو دریو میاشتو کی لسګونه دولتي کسان ددولت دوسله والو مخالیفینو لخوا کښته شوي او ورسته وژل شوی دی ، دغه وزارتونه غواړی دټاکنو لپاره هم امنیتي تدابیر ونیسی ، دکورنیو چارو وزارت دعامه ساتلو معین لوی پاسوال جمال عبدالناصر صدیقي وایی دکابل کندهار لویه لاره که څه هم دډاډ وړده خو زیاتوی چی دغزني ولایت په ځينو سیمو کی اوس هم ددولت وسله وال مخالیفین پردولتي کتارونو بریدونه کوي ، نوموړي وایی ددغه ستونزه دهوارولو لپاره یی دیو شمیر قوماندانانو سره لیدني کړي ترڅو په اهماهنګۍ سره دغه ستونزه هواره کړي ، ښاغلي صدیقي وایی دټاکنو لپاره یی هم پوره تیاری نیولی دی ، هغه زیاته کړه چی دکاندیدانو دکمپاین شپی رارواني دی او دوی هم پر امنیتي پلان کار کوي ،
دا په داسی حال کی ده چی تردي وړاندی هم دکورنیو چارو وزات پخواني معین جمیل جنبش ژمنه کړي وه چی ددغه لاري امنیت به نیسی او دولتي کسانو ته په پری دتګ راتګ زمینه برابره وی ، دزابل یوشمیر دولتي مامورین وایی که دولت ددغه لاري امنیت په بشپړ ډول ټینګ نه کړي نو دوي ته په دولتي ادارو کی کار کول ستونزمند دي ، دوي وایی دځمکي له لاري تګ راتګ کوي او هروخت پردغه لاره طالبان ولاړوي ،