زابل د ۷ وژل شویو کسانو جسدونه موندل شوی دی
جاويد احمد تنوير
چارواکی وایی دهغه ۷ کسانو جسدونه یی موندلي دی چی څه موده وړاندی دکابل کندهار پر لویه لاره دموټرونوڅخه ددولت دوسله والو مخالیفینو لخوا کښته شوی وه ، چارواکی وایی دغه جسدونه یی تیره شپه دمرکزقلات اړوند د ډورۍ په سیمه کی موندلي دی ، دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی یاد کسان په مرمیو وژل شوی دی او دوی یی دهویت په اړه معلومات نه لري، روغ لیوني وایی دوژل شویو کسانو جسدونه دامهال دمزکزقلات دولایتي روغتون په یوه اطاق کی پراته دی .
که څه هم داسی ګنګوسی دي چی ګویا وژل شوی کسان دملي اردو سرتیري دی خو تراوسه دغه خبره چانده تاید کړی ، دروغتون مسؤلین هم دوژل شویو کسانو دهویت په اړه معلومات نه لري ، یوشمیر کسان وایی ګومان کیږی چی وژل شوی کسان به په دولت پوري اړه لري طالبانو هم تراوسه ددغه کسانو دوژلو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي ، دیادولو ده چی دکابل کندهار پرلویه لاره دا لمړی ځل ندی چی خلک وژل کیږی بلکی پردغه لویه لاره په ورځني ډول ددولت مخالیف لوری ولاړ وی او دولتی کسان له موټروڅخه کښته کوي .دیوبل خبر له مخي چارواکی وایی تیره شپه دجسدونو درا انتقال پرمهال ددولت دوسله والو مخالیفینو سره مخامخ دري ساعته نښته کړي ، چارواکی وایی په نښته کی یووسله وال کس وژلی او بل ټپی دی ، دزابل امنیه قوماندان وایی په نښته کی دولتي کسانو ته کوم زیان ندي اوښتي .