ځانمرګی بريدګر هدف ته له رسيدو مخکي ووژل سو.

عطاالله محمدي | نوومبر 20th, 2013


ځانمرګى بريدګر منډيګک ماڼۍ ته تر داخليدو مخکي ووژل سو
پوليسو نن سهار د کندهار ښار په زړه کي د منډيګک ماڼۍ ته داخلېدونکى ځانمرګى بريدکوونکى پېژندلى او په ډزو يې وژلى دى.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي ، منډيګک ماڼۍ، چي دامهال پکښي د ترميم او رغوني کارونه روان دي په کندهار کي يوه له مهمو دولتي تاسيساتو څخه ده، چي ډېر وختونه پکښي لويي غونډي جوړيږي او دولتي مېلسمتون هم دى.
دغه ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل، چي د کارګرانو په جامو کي د پوليسو له تلاښۍ څخه تېر سي، چي وپېژندل سو او د درېدلو له امره تر سرغړوني وروسته په ډزو ووژل سو.
د پوليسو په ډزو کي د ځانمرګي بريدکوونکي له چاودېدونکو توکو ډکه سدرۍ نه ده چاودېدلې او اوس د امنيه قومندانۍ د انجينرۍ ټيم لخوا خنثى کيږي.
د ځانمرګي بريدګر له وژلو پرته په پېښه کي بل هيچا ته مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.

Copyright Larawbar 2007-2024