غزني: په مقر کې پر امنيتي پوسته دموټر بم بريد وسو

د لراوبر اداره | نوومبر 20th, 2013


د غزني ولایت مقر ولسوالۍ ته نیږدې پر پاخه سړک د عسکرو پر يوه پوسته نن سهار ۷ بجې د منفجره موادو ډک سراچه موټر بريد وسو .
وسله والو طالبان ددغه بريد مسولیت منلئ او وایي چي بريد د غزني د شلګرو يوه اوسيدونکي لخوا سويدئ.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد ادعاکوي چي په بريد کې پوسته په ټوليز ډول ويجاړه او په کې ميشت ۳۵ عسکر وژل سويدي.
ددغي ادعا په اړه د افغانستان دفاع وزارت لخوا تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه سوي.
د يادوني وړ ده چي دا د يوې اوونۍ په دننه کي د موټر بم دوهم بريد دی چي په غزني کي پر امنيتي پوستو لخوا ترسره کېږي، تر دې مخکي په اندړو ولسوالي کي د اربکيانو پر يوه پوسته د موټر بم بريد په پوسته کي ټوله اته تنه محلي پوليس وژلي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024