نواز شريف کابل ته ورسيد

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | نوومبر 30th, 2013


کابل : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان لومړی وزير نواز شريف له ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو لپاره ې کابل ته ورسېد د دوی د خبرو د سر سر موضوع به په افغانستان کې مخکې له دې چې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي، د سولې راوستو په تړاو وي .ولسمشر کرزي مخکې ويلي، چې پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او کولای شي طالبان خبرو ته چمتو کړي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چودري ويلي دي: ”دواړه مشران به په افغانستان کې د سولې او پخلاينې پر هڅو وغږېږي”.د يو بل خبر له مخې نواز شريف او ورسره مله اته کسيز پلاوي کې محمود خان اچکزى او طارق فاطمي هم شامل دي د لومړى وزير نواز شريف الوتکه نن له غرمې مخکې په څه باندې لس بجې د کابل په هوايي ډګر کې اښکته شوه .د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير ضراراحمدمقبل او د کابل ښاروال محمد يونس نويش د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې نوازشريف ته ښه راغلاست ووايه او پرارگ ته رسيدو سره ورته پوځي پريډ وشو

Copyright Larawbar 2007-2024