میدان ورګ په ترافیکي پیښه کی نهو کسو ته مرګ ژوبله واوښته
جاويد احمد تنوير
په میدان وردګو ولایت کې د ترافیکې پېښو له امله نهه تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
دمیدان وردګو ولایت په نرخ او سیداباد ولسوالیو کې تېره ورځ ناوخته د دوه
بېلابېلو ترافیکي پېښو په ترڅ کې د یوې میرمنې به ګډون دوه تنه مړه او
پنځه نور ټپيان شول.
تېره مازیګر ناوخته د سیداباد ولسوالۍ په سي،سي سیمه کې د اهل هنودو هغه
کرولا موټر چې له غزني ولایت څخه کابل ولایت ته یې دوی رانتقال کول،د یوه
هایلکس موټر سره وجنګیده،چې له امله د کرولا موټر چلوونکی او یوه میرمن
مړه او درې نور ټپيان شول،چې مړه او ټپیان ټول اهل هنود دي .
د یادې پېښې ټپیان چې ډېر د اندېښنې وړ ندي،د درملنې په موخه د یادې
ولسوالۍ روغتون لیږدول شوي او د هایلکس موتر چلوونکی هم د امنیتي ځواکونو
له لورې نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د نرخ ولسوالۍ په غلوغنډۍ سیمه کې یوې سراچې موټر د چپه
کېدو له امله چې له غزني ولایت څخه کابل ولایت ته یې مسافر لیږدول،دوه
تنه ټپیان شول،چې د درملنې په موخه د میدان ښار روغتون ته رالیږدول
شوي،چې د یوه تن روغتیایي وضعه هم د ډاډ وړ نده.
د یاد موټر د چپه کېدو لامل د موټر چلوونکي ګړندۍ تګ په ګوته شوی دی