میدان وردګ دسړک جوړوني چاري پیل شوی

جاويد احمد تنوير | دسمبر 4th, 2013


ه میدان وردګو ولایت کې د شپاړس میلیونو افغانیو په مالي لګښت د یو سړک
د جوړولو چارې پیل شوې .

د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو او دویمه برخې بهسودو ولسوالیو ترمنځ
د غځیدلې دېرش کیلو متره سړک د جوړولو چارې د فوائد عامې وزارت د شپاړس
میلیونو افغانیو په مالي لګښت نن ( چهارشنبه) پیل شوې .

دغه سړک چې د جوړولو چارې د نبي خیل شرکت له لورې پرمخ وړل کیږي، د درې
میاشتو په موده کې به یې د جغل اندازۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به
وسپارل شي.

د دغه سړک د جوړولو د چارو د پیل کېدو په مراسمو کې د میدان وردګو والي
ښاغلې عبدالمجید خوږیاڼي مسؤلینو ته لارشوونه وکړه،چې د یاد سړک د جوړولو
پر مهال ترې په ښه توګه خپل نظارت وکړي .

همدا راز یې د یاد شرکت مسؤل ته لارښوونه وکړه،چې د سړک دجوړولو پرمهال
له پوره ایماندارۍ او صداقت څخه کار واخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024