میدان وردګ دکرهڼي وزارت څخه دطبعي ځنګلونو دپاملرني غوښتنه وشوه
جاويد احمد تنوير
د میدان وردګو والي د کرهڼې او مالدارۍ وزارت څخه په دغه ولایت کې طبعي
ځنګلونو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وایي د دغه ولایت د نورو
سیمو سربیره په جلریز او نرخ ولسوالیو کې د نورو ځنګلونو سربېره د ځنګلي
بادامو زیاتې ونې شتون لري،چې د کرهڼې او مالدارۍ وزارت د دغه ځنګلي
بادامو د ونو ساتنې په موخه جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه،یادې ځنکلي ونې د پیوند په ترڅ کې کیدلای
شي،چې په ثمر لرونکو ونو تبدیلې شې،چې دغه کار به په اقتصادي برخه کې
مثبتې لاسته راوړنې ولري.
د میدان وردګو والي د کرهڼې او مالدارۍ وزارت څخه په جدي ډول غوښتنه
وکړه،چې د شاوخوا یولس سوه هکتاره ځنګلي ونو د ساتنې او د پیوند کولو په
برخه کې جدي اقدامات وکړي .
د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي هم د یادو ځنګلونو د لمنځه وړلو وېره لري
کروندګر علی احمد وایي که دغه ځنګلونو ته پاملرنه ونشي،نو ممکن د وچکالۍ
په څېر نور ځنګلونه هم لمنځه ولاړ شي.
د میدان وردګو ولایت دغه کروندګر غوښتنه کوي،چې د دغه ځنګلونو ښه ساتنه
وشي،یادې ونې پیوند کړای شي،چې مخې به یې ګټه هم دوی ته ورسیږي او د
پرېکولو او لمنځه وړلو وېره به یې هم لمنځه ولاړه شي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت د کرهڼې او مالدارۍ رئیس انجینرفضل
عمر وایي تر دې وړاندې د یادو ځنګلونو د څارنې په موخه د دوی د ریاست له
لورې کسان په دنده ګمارل کیده،چې اوس د دوی د ریاست په تشکیل کې یاد
څارونکې لمنځه وړل شوي دي،خو په وینا اوس مهال د یادو ځنګلونو څخه د سیمې
خلک څارنه کوي .
هغه زیاتوي،چې د دغه ولایت د والي په لارښوونه او د اړونده وزارت په
همکارۍ به یوه پروژه په لاره واچوي،چې ترڅ کې سلګونه کسانو ته د میوه
لرونکو ځنګلي ونو د پیوند طریقې وښودل شي،ترڅو په راتلوونکې کال کې د
پیوند کولو عملي چارې پیل کړي .
د کرهڼې او مالدارۍ رئیس وایي یاد ځنګلونه طبعي دي او د لمنځه وړلو وېره
یې نشته خو په وینا خلک باید وهڅول شي،چې له یادو خنګلونو څخه ښه ساتنه
وکړي .
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې یولس سوه هکتاره طبعي ځنګلونه
شتون لري،چې په کې بېلابېلې مېوه لرونکې او غیرې میوه لرونکې ونې هم
شته،چې یواځې شپږ سوه هکتاره یې ترخه بادامو ونې دي