زابل پر پنځه کلني انجلي جنسی تیری کونکی په شل کاله بند محکوم شو

جاويد احمد تنوير | دسمبر 29th, 2013


پنځه کلنه خالده هغه معصومه څيره او ماشومه انجلۍ ده چی په لمړي ځل دقلات په استناف محکمه کی پر یوه پنځه ویشت کلن ځوان محمد الله باندي دا شایدي ورکوي چی پر دې یی جنسي تیری ترسره کړي دي ، که څه هم تیري کونکي ځان بی ګنا بولي خوداستناف محکمي مسؤلین وایی چی تردطبي معلوماتو ورسته دا په ډاګه شول چی نوموړي کس پریادي انجلي جنسی تیري ترسره کړي دی ، داستناف محکمي رئیس قضاوتمند دل اقا همت وایی محمد الله نامي ځوان چی په جنسي تیري تورن دی په شل کاله بند یی محکوم کړ ،
تورن کس پر ځان لګدلي تورنه رد کړل او دمحکمي څخه دموضوع په اړه دبیا څیړلو غوښتونکي شو،
خودپنځه کلني انجلي پلار بیا دمحکمي پریکړه عدلانه وبلل اود قضایه ارګانونو څخه یی مجرمینوته پروخت دسزا غوښتنه کول ، په زابل کی دا پیښه څه زړه بوږنونکي ده ځکه یوشمیر کسان وایی ددا ډول پیښو په رامنځ ته کیدو سره دخلکو سره دا فکر پیدا کیږی چی په انسانانوکی داسی کسان شته چی دبشریت په ارزښت نه پوهیږي او نور کسان دځان لپاره دماشومتوب پرمهال هم استعمالوي ،ددي ولایت استناب محکمه وایی دفساد او جرمنو پروړاندی به مباریزه کوي او په فساد کی ښکیل کسان به دقانون منګولوته راکشوي ، په زابل کی دا پیښه پداسی حال کی څیړل کیږی چی یوه اونۍ وړاندی هم یوبل کس په همدي تور زندان ته واستول شو، په افغانستان کی پدی ورستیو څو میاشتو کی دجنسي تیري پیښی زیاتی اوریدل کیږي او دبشري حقونو مدافع ټولني هم ددغه ډول پیښو پرزیاتوالي اندیښته ښودلي وه ،

Copyright Larawbar 2007-2024