د شهيد سيدميرويس سيدزي د دوهم تلين راپور

د لراوبر اداره | دسمبر 30th, 2013


بسم الله الرحمن الرحیم
گرانوافغانانومسلمانو وروڼو السلام علیکم!
پوره دوه کاله کیږی چي، د خدای بخښلي شهید سیدمیرویس سیدزی ځای زموږ په مینځ کی خالی دی مگر دده یاد تل زموږ په زړونو کی خاص ځای لری .
همدا سبب دی چي موږ دادیسی میشت افغانان شهید سید میرویس سید زی یادوو تل ورته ددعا لاسونه پورته کو دالله پاک له درباره ورته د فردوس جنت غوښتنه کوو . دشهید سید میرویس دوهم تلین د خدای بخښلی د کورنی له خوا د قران غظیم الشان په ختمونو او خیرات سره دادیسی ښار دمیشتو افغانانو په فعال گډون سره ولمانځل شو نن ورځ چي ددسمبر د27 نیټی سره سمون خوری دجمعی لمانځه له ادا کولو وروسته د قلم الله ختمونه وشول دهغی وروسته دادیسی محورو مشرانو د شهید میرویس په باب خپلی نه هیریدونکی خاطری بیان کړی ورپسی
دشهید سید میرویس سیدزی ورور رمضان سیدزی دادیسی میشتو افغانانو قاری صاحبانو او ټولو دوستانو څخه چي دمراسمو په ترتیب او تنظیم کی همکاری کړی دلاندینی پیغام په وړاندی کولو سره مننه څرگنده کړه مراسم د
څو ایاتونو په اوریدو سره او دمازدیگر لمانځه دجمعی په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

http://www.youtube.com/watch?v=3daPG-dc2lg

بسم الله الرحمن الرحیم
دقاری صاحب او مشرانو په اجازه
ډیروګرانوافغانانو، وروڼو، دشهیدسیدمیرویس سیدزي ملګرواوپه اوسنئ ناسته کی حاضرومشرانو، همزولو او ګرانوکشرانو! اسلام وعلیکم ورحمة الله وبرکاته
ترهرڅه لومړئ دلوی خدای شکرپرځای کوم چه ددی توان اوتوفیق یی موږاوتاسوته راپه برخه کړ چه دشهیدسیدمیرویس سیدزی دوهم تلین اویاد، دلته دادیسې په ښاراوپه ځانګړی ډول پدې جومات کی په ګډه سره دقرآن عظیم الشان په ختم اودارواښادروح ته ددعا په مراسموترسره کړو. نوپه همدې اړوند دخپلې کورنئ په استازیتوب اوله خپله اړخه له ټولوهغوګرانوافغانانودزړه له کومی مننه کوم چه په دې مراسموکی یی برخه اخیستې اودخپلوبوختیاووسره سره یی خپله اسلامی اوافغانی ونډه ثابته کړېده.
دشهیدسیدمیرویس دیادتازه کول څه تصادفی خبره نه ده، بلکه ستاسودوستانوحضوردارواښاد دیاد پراړتیا لاټينګارکوی. اودهمدې مسولیت له مخې وو چه دداسې یو پروګرام تابیا مووکړه.
که دشهیدمیرویس دشخصیت په ټولوبرخو وغواړو وغږیږو، نودابه دنني پروګرام له حوصلې وتلې خبره وی. ځکه شهید میرویس څواړخیز یا څوبُعدی شخصیت وو. دده دشخصیت هره برخه بېله بېله څرګندونه غواړی. خوکه په لنډ ډول دده شخصیت تعریف کړو نوویلای شو چه ارواښاد سیدمیرویس ښه مسلمان اویو بادرده، بادّرْکه، په خلکواوګران افغانستان مین اوزهیرسپېڅلې افغان وو. دافغانانوسره په اړیکواوراشه درشه کې یومتواضع، پرخپله خبره ولاړ، دحسنه اخلاقواورویی خاوند، دبېوزلانولاس نیوونکې اومرستندوی انسان وو. تل به یی رښتیا ویله اودرښتیا له ویلو یی ډارنه کاوه. له لنډمزل سره یی جوړه نه وه اوتل به یی داوږدې او لیرې مودې پلانونه اوپروګرامونه څه دځان ، څه دنورو اوڅه هم دوطن اوافغان انسان له پاره په سرکې راګرځول اوترخپله وسه به یی دهغودعملی کولولاری چاری لټولې. دخپل هرکارپه سرته رسولوکی به یی دخپلوګټوترڅنګ د نوروافغانانواوګران افغانستان ګټې له پامه نه غورځولې اوکارونه به یی دمشورې داصل پربنیاد ترسره کول. ترخپله وسه به یی دناروغانو پوښتنه کوله.
سیدمیرویس شهید ډیرپرهـېـزګاره انسان وو. نوموړي څه کم پنځلس کاله په ادیسه کې ژوندوکړخو هیڅکله یی هم منکراتوته مخه نه کړه. زه خوباورلرم چه په دې ناستو دوستانو کی به داسی څوک پیدانه شی چه پرمیرویس شهید دې په دې اړوند حتی دیوې پېښې بېلګه یامثال اوشاهدی ورکی.
سیدمیرویس شهید دافغانانوترمنځ داتفاق اویووالی یوه بېلګه اویوسمبول وو. هغه به تل ترهرڅه وړاندې پرافغانیت ډیرټينګارکاوه اودګران افغانستان هروګړئ به یی له هرڅه لومړئ افغان ګاڼه. هغه د افغانستان ټول وګړی ددوی ژبي، قوم، خېل، سمت اوسیمې ته له کتو پـرته افغانان ګڼل اودا یی د افغان ملت دجوړونې له پاره یواځینئ لارګڼله اوله هغوکسانوبه یی ډډه کوله چه افغان هویت یی تر پوښتنې لاندې رااووست. زه خووایم چه دادنن دناستې افغانی ترکیب ددې ادعا ثبوت ګڼل کیدای شی.
په فرهنګی اوکلتوری برخوکې یی ډیرې زیاتي منډې وکړې اوپه تېره بیا دفرهنګی اوکلتوری آثارو په چاپ اوپه دې اړوند دپروګرامونو په جوړولواوسمبالولوکې ډېر مخکښ وو، چه په همدغه 2011 کال کې دافغان ادب، فـرهنګ اود شعردپاچا اوټولوافغانانوته د منل شوی شخصیت، ښاغلی عبدالباری جهانی ، په ویاړدپروګرام اومیلمه پالنې په چارو کې دده دنه ستړی کېدونکو هلو ځلویادونه کولای شو. چه خپله جهانی صاحب یی هم زیاتره وخت دخاطرې په ډول ادیسې ته دخپل سفراوپه ترڅ کې یی دشهید میرویس دخدمتونواومیلمه پالنې یادونه کوی.
خبرې راڅخه اوږدی نه شی، غواړم دشهید میرویس دژوند یوه له وروستیوخاطروځخه له تاسوسره شریکه کړم: دچارشنبې دشپې، یعنی له شهادته یی څوساعته مخکې، دشپې ناوخته کله چه له پروګرام څخه بېرته کورته په موټرکې یوځای راروان وو، د شپې دیوې اودووبجوترمنځ وې، چه یوې سیمې ته راورسېدو. موټر یی ودراوه اوما ته یی وویل راځه چه داځای درته وښیم. بیا یی زیاته کړه، چه سبا دپنجشنبې ورځ ده اوکه خدای کول بل سبا یعنی دجمعې په ورځ به پر دغه مځکه اوځای دیونوی جومات دجوړېدو تهداب کېږدو. اوددې اسلامی اوافغانی پروژې په هکله یی معلومات راکړل. او وروسته دکور خواته په همدې موټر کې وخوځېدو.
خو په ډیر افسوس اوله بده مرغه چه دده داارمان پوره نه شو او په سهارباندی یی له همداسی زرهاوو ارمانونوسره اجل ته لبیک ووایه اوشهید شو. انالله واناالیه راجعون
په پای کی بایدووایم، که څه هم میرویس شهید زموږدکورنئ غړې اوزما وروروو، خوله دې څخه برسېره په ادیسه کې دمېشتې افغاني ټولنې اوکهول غړې هم وو. نوځکه موږاوتاسوټولوددغه خدایبخښلی یاد په ګډه تازه کړ.
تاسوته دې خدای تعالی ستاسودهرقدم ثواب درکړی او له غمونو په امان اوسئ.
دهغې ورځې په هیله چه دغه ورځ دافغانانوترمنځ دملی یووالی اوافغانیت دلاټینګښت دورځې په نامه هرکال یاده اویاده شی.
ومن الله توفیق
په افغانی مینه اودرنښت
سیدرمضان سیدزی
اوکراین جمهوریت ـ دایسې ښار
27/12/2013

Copyright Larawbar 2007-2024