زابل دشاهجوۍ څخه دښونځيو په نامه پیسی ایستل کیږی خوشی هم وجود نلري
جاويد احمد تنوير
ددي ولسوالۍ اوسیدونکو دغه څرګندوني په یاده ولسوالۍ کی دیوي غونډي پرمهال وکړي ، دوي وايی شاهجوۍ دنفوس له اړخه یوه پراخه ولسوالۍ ده خو دپوهني بهیر پکی ټکنی دي ، یاد اوسیدونکی زیاتوی چی ددي ولسوالۍ دښونځيو په نامه پیسی له وزارت څخه را ایستل کیږي خو دلته شی هم اوجود نلري ، ددغه اوسیدونکو په وینا دخپلو ماشومانو راتلونکي په اندیښنه کي اچولي ، دشاهجوي اوسیدونکي دپوهني وزارت څخه یادي ولسولۍ ته دپاملرني غوښتنه کوي دګل اغا موسي خان او شاباران په نومونو ددغه سیمي یوشمیر قومي مشران وایی چی دښونځي په نامه دپوهني ریاست تش په نامه استفاده کوي . دوي وایی دغه موضوع باید وڅیړل شی او دسیمي ښونځي باید فعاله شی
دزابل والي محمد اشرف ناصري دشاهجوۍ داوسیدونکو دا ستونزه مني چی په ولسوالي کی یی دپوهني په برخه کی ستونزي شته خو نوموړي وایی په راتلونکي کال کی به دنورو ولسوالیو په پرتله دوه برابره ښونځي یوازي په شاهجوي کی فعاله کړي نوموړي وایی په راروان کال کی به دغه ولسوالۍ ته جدی پاملرنه وکړي
شاهجوي دزابل یوه هغه ولسوالۍ ده چی دامنیتي اړه نا ارمه ده ، پدغه ولسوالۍ کی ډيری وخت امنیتي ستونزي دزده کونکو دزده کړي مخه نیسی ځکه څه موده وړاندی په یاده یو ځل ټول ښونځی دوسله والو طالبانو لخوا دزه کونکو پرمخ وتړل شول چی ورسته دسیمي دقومي مشرانو په مرسته بیرته فعاله شول ،