‘ محکمه:مشرف دې سمدلاسه محکمې ته حاضر شي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 2nd, 2014


اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د خیانت محاکمې لړ کې ځانګړې محکمې امر کړی، چې باید نوموړی له ۱۱ نیمو بجو مخکې محکمې ته حاضر شي، که نه د نوموړي نیولو امر به وکړي.له دې وروسته د پروېز مشرف مدافع وکیلان وايي د محکمې دا ویل د ګواښ معانا لري.دپرویز مشرف یوه مدافع وکیل انور منصور وايي:له تېر ماخوستن راهیسې ګواښل کېږم، ځکه نه شم کولای دغه محاکمې ته حاضر شم.’نوموړي له محکمې غوښتې، چې محاکمه وځنډوي، خو محکمې یې غوښتنه رد کړې او وايي: ‘ محاکمه له دې مخکې هم ځنډول شوې، خو مشرف باید یو ځل محکمې ته حاضر شي، چې رسماً تورن شي، نور مسایل به وروسته کتل کېږي.’د محکمې په وینا د مشرف ورتګ قانوني غوښتنه ده، چې باید په هر حال ومنله شي.د پنجشنبې په ورځ هم د منصفه پلاوي او مدافع وکیلانو تر منځ لفظي شخړه وشوه او له هغه وروسته د مشرف وکیلانو هغه ته مشوره ورکړه، چې محکمې ته حاضر نه شي.د مشرف ژوند د طالبانو په څېر کسانو له لوري له خطر سره مخامخ دی، چې غواړی هغه ووژني. د پرویز مشرف مدافع وکیل ډاکټر خالد رانجا”له دې مخکې د مشرف یوه مدافع وکیل ډاکټر خالد رانجا بي بي سي ته وویل:هېڅوک چمتو نه دي، چې هغه په خپل مسوولیت محکمې ته راولي، د هغه ژوند او د هغو چې له ده سره راځي، ژوند له خطر سره مخامخ دی او دا یوه ستونزه ده.د هغه ژوند د طالبانو په څېر کسانو له لوري له خطر سره مخامخ دی، چې غواړی هغه ووژني. ‘د چهارشنبې په ورځ محکمې وویل خیانت داسې یو جرم دی، چې ضمانت يې نه کېږي، خو محکمه دې لړ کې تر اوسه له زغمه کار اخلي.د پخواني پوځي واکمن پر وړاندې د خیانت تورونو په لړ کې په ۲۰۰۷ کال کې د اساسي قانون ځنډول او د بېړني حالت اعلانول هم شامل دي. ٧٠کلن مشرف دغه تورونه نه مني او وايي چې پر ده لګېدلي تورونه سياسي انګیزه لري.که پر ښاغلی مشرف لګېدلي تورونه ثابت شي، نو ښايي د اعدام او یا عمري بند له سزا سره مخامخ شي.

Copyright Larawbar 2007-2024