په لغمان ولایت کې د افغان ملي غورځنګ له خوا ازمايښتي کانکور راپور

د لراوبر اداره | جنوري 5th, 2014


د تېرې جومې په ورځ چې د مرغومي له شپږمې سره سمون خوري د افغان ملي غورځنګ له خوا د لغمان ځوانانو د عملي سويې لوړولو په خاطر د روښان عالي لېسې په انګړ کې ازمایښتي کانکور واخیستل شو چې ددې کانکور موخه راتلونکي کانکور ازموينې ته د زده کوونکو تیارول دي.
لومړی د مولوي صاحب ميانور له خوا د قران کریم څو مبارک ایاتونه ولوستل شول، دې پسې د لغمان ولایت د ولایتي شورا مرستیال ګلزار سنګروال خبرې وکړې او په خپلې وينا کې يې د افغان ملي غورځنګ دا نوښت بې ساری او د اهمیت وړ وباله ، ښاغلي سنګروال صاحب زیاته کړه چې د افغان ملي غورځنګ دا هڅه به په راتلونکي کانکور کې زیاتو لغماني زده کوونکو ته د بريالیتوب چانس ور په برخه کړي، نوموړي د افغان ملي غورځنګ له هڅو څخه ملاتړ څرګند کړ.
ورپسې د افغان ملي غورځنګ اړيکو د کمېټو مسول دلاور رضا په ختيځ زون کې د افغان ملي غورځنګ په فعالیتونو باندې رڼا واچوله او د لغمان ځوانانو سره یې په راتلونکې کې د لازیاتو همکاریو ژمنه وکړه چې مقابل کې یې لغماني ځوانانو د افغان ملي غورځنګ فعالیتونه وستایل او خپل ملاتړ يې ورڅخه څرګند کړ.
د مراسمو دریم ویناوال د لغمان ولایت د زده کړیالیو د ټولنې مشر واحد الله سنګروال وو چې په خپله وینا کې یې د افغان ملي غورځنګ څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه او د افغان ملي غورځنګ د تېرو خدمتونو په یادونه کې يې نمونوي ډول باندې د لغمان ولایت محبس کې د افغان ملي غورځنګ له خوا د نیالګيو نيالول یاد کړل چې اوس د محبس انګړ يې سمسور کړی دی.
د لغمان د زده کړیالیو ټولنې مرستيال انجينر صاحب سرحدي ځوانان د علم او تخنيک زده کولو ته وهڅول او ځوانان يې د افغانستان راتلونکي لپاره یوه قېمتي پانګه وبلله، سرحدي صاحب د موقع څخه په ګټې اخیستلو ځوانانو ته وویل څومره چې د کانکور په پاڼه کې د پوهنځي ټاکنه مهمه ده همداسې په راتلونکو ټولټاکنو کې باید د ولسمشرۍ لپاره وړ او مناسب علمي او نړيوال سیاستوال شخصیت وټاکل شي تر څو د ځوانانو راتلونکی خوندي او سوکاله افغانستان د پرمختګ پر لار رهي او افغان ملت مو د نړۍ د سیالانو سره سیال شي.

د ویناوو له لړۍ څخه وروسته د ګهيځ پر 9 بجو د کانکور ازمایښتي ازموینه پیل شوه او پر 12:30 بجو پای ته ورسېده، هېره دې نه وي چې دې ازموینه کې 400 تنو د دوولسم ټولګيو فارغانو ګډون کړی وو او لومړی، دویم او دریم نومره زده کوونکو ته د افغان ملي غورځنګ له خوا په پام کې نیول شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
په درنښت
انجينر فضل سبحان همت
دافغان ملي غورځنګ
د ننګرهار سيمه ایز دفتر مرستيال

Copyright Larawbar 2007-2024