زابل سلګونه کیلوګرامه نشی توکی نیول شوی دی

جاويد احمد تنوير | جنوري 12th, 2014


دزابل امینه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وایی دغه تریاک چی ټول وزن یی ۲۲۷ کیلوګرامو ته رسیږی نیمای یی دملی امنیت دمنسوبینو او پاتي نور دپولیسو لخوا دکابل کندهار پرلویه لاره او مرکزقلات کی دتلاشۍ پرمهال نیول شوی دی ، نوموړي زیاتوی چی یاد نشی توکي په څلور موټروکی په ډير مهارت ځاي پرځای شوی وه چی ددوي لخوا ونیول شول ، قوماندان وایی دنشی توکوسره په تړاو پنځه کسه قاچاق وړونکي هم نیول شوی دی ،
ښاغلي روغ لیونی وایی دنشی توکو پروړاندي به مباریزه کوی او قاچاق وړونکی به دقانون منګولو ته سپاري ، دروغ لیونی په خبره سږ کال یی کروندګرو ته هم لارښونه کړی چی دکوکنارو دکرکیلی په صورت کی به دهغوی سره قانونی چلند کوی ، نوموړی وایی په تیر یوه کال کی پدغه ولایت کی په زرګونه کیلوګرامه نشی توکی ترنیول کیدو ورسته سوځول شوی دی ، قوماندان زیاتوی چی هڅه کوی ترڅو دکابل کندهار پرلویه لاره خپل دتلاشۍ مرکزونه هم زیات کړی ، دیادولو وړده چی زابل یو دهغو ولایتونو څخه دی چی پکی زیات نشی توکی نیول کیږی ، چارواکی وایی دغه ولایت دکابل کندهار پرلویه لاره پروت دی چی نشی توکی هم دهمدغه لاري یوی او بلی سیمي ته لیږدول کیږی ،

Copyright Larawbar 2007-2024