زابل دواري اورښت په کروندګرو کی نیو هیلي پیدا کړی دی

جاويد احمد تنوير | جنوري 12th, 2014


ددغه ولایت یوشمیر اوسیدونکی او کروندګر وایی چی تیرو دریو ورځو پرله پسی دواورو اورښتونو که څه هم خلکو ته زیانونه نه دی رسولی خو دراتلونکی کال دابادلو په موخه ددوي لپاره یوه ښه زیری دی ځکه دا ډول واوري دکال دابادولو په مانا دی دنیاز محمد او یاګل په نامه ددی ولایت دوه کروندګر په خپلو څرګندونو کی وویل چی دوی کال لپاره یی پوره تیاری نیولي ترڅو په خپلو ځمکو کی جوار ، غنم وکري یاد کروندګر وایی دکوکنار دکرکیلي څخه اوس پدغه ولایت کی څوک استفاده نه کوي ځکه دوی وایی ددغه بوټي کټه نور څو ک وړي خو پری ستړي کروندګر وی
بلخوا دکرهڼي چارواکی وایی چی د راروان پسرلي لپاره یی پوره تیاری نیولي ، دکرهڼي رئیس بسم الله حریفال وایی دکروندګرو سره به داصلاح شویو تخمنو او نیالګیو مرسته کوي ، حریفال روان اورښتونه دکروندګرو په ګټه بولي ،
په زابل کی کرونګر وایی په تیرو کلنو کی یی دوچکالۍ له امله دخپلو ځمکو څخه په ډيره کمه اندازه حصیلات په لاس راوړل ، دوي وایی که یی سږکال د واوري داورښت له امله په حصیلاتوکی زیاتوالي راغلي نو ډيری خلک به پرکار ولیږی ځکه دکرونګرو په خبره چی په ښارکی کاروبار زیاتیږی اوخلک هم ډير پرکارلویږی ،

Copyright Larawbar 2007-2024