زابل: د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی زيات سوی دی

د لراوبر اداره | جنوري 13th, 2014


دزابل دښځو چارو ریسې اغلې صدیقې جلالي رسنیوته وویل چې دنورو کلونو په پرتله دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي په پيښو کې زباتوالی راغلی دی.

اغلې جلالې وايي چې کورنۍ تاوتریخوالۍ، دښځو اوزګارتیا، دتعلیم کچې ټیټوالی، دعامه پوهاوي پروګرامونو نشتوالی، دقانون سره نه بلدتیا او دکورنیو لخوا دزیات ولور ټاکل هغه څه دي چې دښخو په وړاندي دتاوتریخوالي په پيښوکې زیاتوالی راغلی دی او ددې په خبره داکال ددوی سره ۲۳ پیښي ثبت شوي چي په هغو کې ۶ دطلاق، ۴ دوهلو او ډبولو اونوري دتیښتي پيښي دي.

نوموړیې همداراز وايي چي دولایت مقام او دښځو ریاست له لوري دامهال دعامه پوهاوي پروګرامو روان دي او ترډیره حده يي دښځو سره دقانون په بلدتیا او تاوتریخوالي دپيښو دمخنیوي په اړوند مرسته کړې ده.

اغلیه ریسه دمساجدو په ملاایمامانو باندي ږغ کوي چي په مسجدونو کې دتاوتریخوالي دمخنیوي دپاره تبلیغ وکړي او ددې په خبره باید مرکزي دولت ددې ولایت دښځو دپاره ګن شمیر پروژې پرکار واچوي.

Copyright Larawbar 2007-2024