زه اوس د کلي شریف سړی یم خو…!
نجیب الله پیمان
2014-01-20
پوره لس کاله وړاندې په داسې حال کې له پاکستان نه هېواد ته راستون شوم چې دولسم ټولګی می ویلی وه، خو په هېواد کې لا هم د طالبانو حکومت ښه په درز چلیده د تعلیم قدر او قېمت نه وه د پوهنتون علاقه هم له خلکو سره کمه وه ، د کلي ژوند وه ټول کورونه په کنډوالو بدل شوي وه، بې کورۍ ، بیکاري، بې روزګاري ، نیستۍ ، بدبختي …. اوداسې نورو ټولو کارونو مې په یو ځل ګریوان ته لاس را اچولۍ وه .
ددې ټولو بدبختیو سره سره یو بل بد عادت هم را سره ملګری وه، د کلي د انجونو ځورول، یو بل ملګری مې اوس حاجي دی خدای د حج ورته قبول کړي په دواړه مو د کلي ټولو انجونو ته د ښایست له مخې نمبرې ورکړې وې، او په هماغه شفري نمبرو به مو یادولې.
سره لدې چې په کليوالي ژوند کې د پردیو انجونو زورول ستر جرم دی اوآن کله نا کله خو د سر په بیه هم تمامیږي، خو موږ لدې ټولو کارونوسره سره دغه کارته دوام ورکاوه.
ښه مې یاد دي زموږ نږدې ګاونډۍ د کلي نامي جینۍ چې تر ټولو یې له موږ سره زیاتې نمبرې درلودې زما د حاجي ملګري په کورکې شپه کړې وه او هغه هم پرې لږ لږ سرسرکي لاس تیر کړي وه سبا یې راته ټکي په ټکي کیسه وکړه، سبا چې جینۍ سره مخ شوم له ورایه مې له خولې دا لنډۍ ورته ووایه .
چې شپې کوې دا به د حال وي
تاته چا ویلې چې په یو قدم کې شپه وکړه مینه
تر دې پیښې وروسته زه هم رند شوم هسې مې تر دې وړاندې هم د چم ګاونډ له انجونو سره څه نا څه سلام کلام درلود خو تر نورو ټولو مې سپوږمۍ ډیره خوښیده، سپوږمۍ په عمر وړه وه خو لویو او اوږدو تورو وېښتانو یې د روان ژوند د استقبال زیري ته له ډېر مخکې نه خپله غېږه پرانستې وه ، تر سپین مخ یې غیږې غیږې تورویښتان داسې را تاو شوي وه چې دې ته لا زیاته ښکلا وربښلې وه که څه هم پرما ډیره ګرانه وه خو ښایی دا راباندې خبره هم نه وه .
د جمعې په ماذدیګر کله چې سپوږمۍ د ترکاري پټۍ ته د ګندنې د راوړلو په موخه تله نو ما هم سل زړونه سره یو کړل او په لویه لاره مې سپوږمۍ ودروله او نیغه په نیغه مې ورته د خپل زړه غوټه پرانیسته، په داسې حال کې چې د صبر کاسه مې ډکه شوې وه، د هغې په اوږدو ویښتو کې مې ګوتې ورتیرې کړې اوږدې غاړې ته مې خوله ور نږدې کړه، خو سپوږمۍ مې ټتر ته لاس ونیوه او په شرمیدلي غږ یې وویل، لرې شه دا څه کوې؟ څوک به مو ووینې ، چې وروستي فکر مې ډیر ژر وجدان ملامت کړ، په بې باورۍ مې د هغې قدمونو ته د تګ په وخت کتل ورو ورو زما له نظره لرې کیده زړه مې غوښتل چې ورپسې نارې کړم مه ځه … خو سلګیو مې ستونی تړلی وه. په سترګو کې مې ورته چیغه کړه پاتې شه خو هغې هیڅکله شاته را وانه کتل او زما د سترګو چیغه یې وانه وریده ، زموږ ددې حالات ننداره د کلي سپینږیری اول جان کړی وه چې نیغ په نیغه یې دغه کیسه ټکي په ټکي زما د پلار تر غوږونو را ورسوله.
کله چې ماښام کورته ورسیدم د پلار له لېدو مخکې مې مور د جارو په څټ دومره ووهلم چې اوس مې هم څټ درد کوي د وهلو تر څنګ یې دا هم راته وویل چې له کوره وځه چې بې مرګه د نه پرېږدي، ما هم په تور ماښام کې کور پرېښود، او سیده مې د ملګري عبدالواسع د کور لار ونیوله او ټکي په ټکي مې ټوله کیسه ورته وکړه، او ورته وامې ویل چې نور مې په کلي کې ژوند نه کېږي، او د تیښتې لاره راته ښیه، تر اوږده بحث وروسته مو ایران ته په تګ پریکړه وکړه.
واسع په کلي کې دوکان درلود د هغه وخت پنځه لکه لس زریزه نوټونه یې راکړه او د ملا په اذان یې له خوبه راویښ کړم او نیغ یې د کندهار اډې ته راورستم او دلته یې په موټر کې کښینولم هلته یې هم د خپل یوه ملګري ادرس راکړ چې مرسته به درسره وکړي کندهار ته په رسیدو مې د هغه د ملګري کور پیداکړ هغه مې ایران ته د تګ اوپه کلي کور کې د مزدورۍ د نه پیدا کیدو په اړه یادونه وکړه ښه شپه یې راکړه سبایې زه همدلته په کندهار کې له یوه قاچاقبر سره مخ کړم او سبا نه بل سبا یې راته د تګ وویل. لنډه دا په دوه شپو کې ایران ته ورسیدو ایران کې هم د کار بار چندان خونده نه وه او ایرانیانو خو هسې هم له افغانانو سره چندان نیک چلند نه کاوه.
اوس نوپه ایران کې هم ژوند خوند نه راکوه زړه مې اوچت شو له ملګرو سره تر سلا مشورو وروسته مې د ترکیې لار ونیوله او د بحر له لارې د ترکیې هېواد ته ستون شوم، ترکیه هم اسلامي هېواد دی بس د کار بار پکې چندان څرک نه لږېږي، تر یوې میاشتې د پولیسو نه پټ پټ په ځنګلونو کې تاویده راتاویده بس دلته مې هم زړه تنګ شو، ځمکې ځای نه راکاوه د لندن خوبونه مې په سرکې ګرځیده را ګرځیده، چې د لندن په لور مې مخه شوه.
تر اوږده بحری سفرونو وروسته زه لندن ته هم ورسیدم آن د ښوونځي پر مهال مې لا یوه یوه کلمه ګوډه ماته انګلیسي زده وه چې دی کار راسره ډیره مرسته وکړه، داچې زما عمر کم وه او ښوونځي مې هم لوستی وه نو یو دم مې پام په نیکه شو اوس نو زه هغه د کلي بیکاره او لوچک نه وم د انګلستان حکومت تر شپږ میاشتو ژبې زده کولو وروسته په پوهنتون کې شامل کړم، چې تر څنګ یې د کار زمینه هم راته برابره شوه.
څلور کاله وروسته اسامه بن لادن خدای امریکایانو ته بلا کړ او د امریکا په سوداګریز مرکز یې برید وکړ چې زرګونه امریکایان یې د مرګ تر کومې ورسول او بوش ته هم خدای ښه بهانه ورکړه او پر افغانستان یې برید وکړ، دې سره نه تنها په افغانستان بلکه د نړۍ په ګڼ شمیر هېوادونو کې بدلونونه راغلل.
د 2004 کال مې د انګلستان له هاردور پوهنتون نه په اقتصاد کې تر لیسانس وروسته ماستري هم وکړه او هملته د یوې انګلیسي کمپنۍ سره په اقتصادي برخه کې د افغانستان په برخه کې د اقتصادي مشاور په توګه په دنده وګمارل شوم، له هماغه کال راهیسې تر اوسه پورې کار کوم.
په هېواد کې د دیموکراسي په راتلو او د انجونو په زورولو اوس څوک کلی نه پرېږدي، د انجونو زورول اوس عادی خبره ده، په رادیو تلویزون اخبار او نورو دولتي ادارو کې د انجون زورول کوم جرم ندی او نه څوک پدې جرم اوس په جاروب وهل کېږي او نه هم د کور پرېښودو ته اړ کېږي.
اوس زه هم هره ورځ په خپل شخصي موټر کې کورته ځم ژوند مې ښه شوی. واده مې کړی اود کلي د هغه لوچکانو له ډلې نه یم چې د کلي د انجونو د ازار نه به مې خوند اخیسته اوس مې د کلي ډیر شمیر کسانو ته خیر رسېږي او مور هم په جاروب نه وهي پلار هم راته څه نه وايي، او نه یې تر اوسه راته د هغې خبرې یادونه کړې چې له امله یې زه د کور پرېښودو ته اړ شوی وم، په ټولو کلیوالو ګران یم، د خیر او ښیګڼې په ټولو کارونو کې لاس کوم، د کلي ملا مې هم په ښه نوم یادوي، تل هڅه کوم چې تیر یادونه هیر کړم خو خپل دغه کار د غڼې د تارونو په څیر کلک نیولی یم، که څه هم سپوږمۍ اوس د څلورو اولادونو مور ده کله چې اوس له ماسره مخ شي په کټ کټ راته وخاندي او راته ووايي دا به منې چې ته ما سړی کړې یې که څه هم زه اوس ډیر شریف سړی یم خو! په خپل وجدان کې ډیر خجالت یم.
په درنښت