اولسمشر کرزی: د بګرام زندان د طالبانو د تولید یوه فابریکه ده

عطاالله محمدي | جنوري 25th, 2014


اولسمشر کرزی: د بګرام زندان د طالبانو د تولید یوه فابریکه ده

ولسمشر حامد کرزي بګرام زندان د طالب جوړونې له یوې فابریکې سره تشبه کړ او ویې ویل چې، زندانیانو یې د امریکایانو د شکنجې له امله له حکومت سره عقده اخیستې.

ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ په بګرام کې ځینې مجرمین شته خو اکثره زندانیان یې بې ګناه دي.

ښاغلي کرزي وویل، امریکایي چارواکو شپږ کاله وړاندې ورته ویلي وو چې؛ دوی به ډیر افغانان زنداني کړي او په خبره یې ده له هماغه وخته د بګرام زندان د تړلو هڅه پیل کړه.

“هغه معلومات چې زه یې لرم، بګرام د طالب جوړونې فابریکه ده، بګرام هغه ځای دی چې بې ګناه افغانان هلته بېول کیږي او هلته د حکومت، خاورې او هېواد په ضد کرکې ته هڅول کیږي، داسې حالت پرې راولي چې د خپل هېواد پر وړاندې متنفره شي، داسې ځای دی چې یو شمېر افغانان د سپکاوي او آزار له امله د خپلو خلکو په ضد هڅوي.”

ولسمشر وویل، افغان حکومت اوس دا وس لري چې؛ د مجرم او بې ګناه زنداني توپیر وکړي او ټینګار یې وکړ چې، بې ګناه زندانیان به هرو مرو خوشې کیږي.

افغان ولسمشر وایي، له شپږو کلونو راهیسې یې د بګرام زندان د تړلو هڅې پيل کړي او اوس دې هدف ته نږدې شوی دی.

ولسمشر حامد کرزی مني چې په بګرام کې ځینې مجرم زندانیان شته؛ خو دا د لویدیځوالو تبیلغات بولي، چې وایي، له بګرام څخه خوشې شوي یو شمېر کسان بېرته د جګړو لیکو ته تللي.

ځینې سیاسي څیړونکي بیا وایي چې؛ خپله ولسمشر حامد کرزی هم په بګرام کې د افغان زندانیانو په مساله کې ښکېل دی.

حاجي سید داود په دې برخه کې ازادي راډیو ته خپل نظر داسې څرګند کړ:

“د بګرام زندان ته چې څوک راوړل شوي دي، تر ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال پورې د کرزي صاحب په مشوره راوړل شوي؛ اوس کرزی صاحب وایي چې، په دې زندان کې دومره ناخوالې وشوې چې؛ طالبان یې جوړ کړي دي، د دې اصلي مسوول خو ته وې، ته یو طرف وې.”

د بګرام زندان مسوولیت نږدې یو کال وړاندې افغان حکومت ته وسپارل شو او له هغې را وروسته د یوې ځانګړې کمیټې له خوا له دې زندانه شااوخوا شپږ سوه کسان آزاد شول.

افغان حکومت غوښتل له دې زندانه اته اتیا نور زندانیان هم خوشې کړي؛ خو امریکایي چارواکو وویل؛ دا شمېر زندانیان مجرمین دي او نه باید خوشې شي.

افغان حکومت وایي، په دې شمېر زندانیانو کې د شپاړسو په اړه د جرم دوسیې موجودې دي او دوه اویا نور به یې خوشې کړي.

که څه هم ولسمشر یوازې د بګرام په زندان کې د شکنجې خبره کوي؛ خو له دې وړاندې د هېواد په نورو زندانونو او د ملي امنیت په توقیف خانو کې هم د شکنجې راپورونه ورکول شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024