نوې لوبه – زوړ لوبغاړئ

د لراوبر اداره | جنوري 30th, 2014


د پاکستان د لومړي وزيرنواز شريف سلاکار سرتاج عزيز په واشنګټن کي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کېري سره په خبرو کي ويلي، که امريکايان افغانستان يوازي پرېږدي، نو د ده په وينا يوځل بيا ! به پاکستان د شخړو په منځ کي ونښلي.

پوښتنه داد، چي ولي پاکستاني حکمرانان په داسي وخت کي له افغانستان څخه د امريکايانو پر وتو خواشيني څرګندوي؟

که چيري دغه خبره په افغانستان کي کوم څوک وکړي، نو سمدستي په دې جرم، چي ولي يې توکل د الله پرځاى پر امريکا دى وژل کيږي او يايي د وژولو دسيسې جوړيږي.

سرتاج زياته کړې ده، له افغانستان څخه، چي روسي پوځونه ووتل، نو د ناامنيو ټول بوج دپاکستان پر اوږو شو!!! چې دا يوه د خندا او نه منلو خبره ده.

د روسانو ماته او د پاکستان چاغښت

د روس د شړولو لپاره همدا پاکستان د امريکا او ملګرو په مرسته افغان مجاهدين په اوو بېلا بيلو سنګرونو کي وجنګول.

همداپاکستاني حکمرانانو د پاکستان دساتلو په موخه د افغانانو په سلګونو زره مهاجرينو ته په پنډغالو او ښارونو کي د اوسيدو اجازه ورکړه.

د حيرانۍ خبره داده، چي د همدغه افغان جګړې ، شهيدانو، ژوبلو، مهاجرينو، کونډو، ورارو او نورو… دربه دريو پرسر پاکستان په يو اټومي ځواک بدل شو.

زما ښه په ياد دي، چي د پاکستان پوليسو به د امنيت ساتني په موخه له لرګيو يا ( ٣٠٣ ) ټوپکونو څخه کار اخيست، خو اوس د پاکستان پوليس او پوځ د نړۍ په پرمختللو وسلو او وسايلو سمبال دي.

له يو شمېر افغان جهادي قومندانانو څخه داخبري هم اورېدل شوي دي، چي ( زموږ هغه نوي وسلې، چي امريکا، چين او نوري نړۍ راکولې، پاکستان به هغه په خپلو سلا کوټونو کي زېرمه او په بدل کي به يې خپل زاړه او له موډه لوېدلې ټوپکونه افغان مجاهدينو ته د جهاد د برياليتوب په موخه ورکول. )

پاکستان او د دوى سياسي مشران د افغانستان د بربادۍ په بدل کي تاوان نه دى کړى ځکه، پاکستان د روسانو سره د افغان سپېڅلي جهاد په وخت کي هم د نړيوالو د توجه مرکز و، د ډاکټر نجيب په ورستيو کي هم او دافغان مجاهدينو د عبوري حکومت په وخت کي هم خورا مهم او سپېره دښتونه يې په افغان مهاجرينو اباد شول.

داسلامي امارت د عروج، زوال او د کرزي په مشرۍ د نوې ادارې په راتګ سره يې هم کوم تاوان نه دى ليدلي، بلکي لا يې د سوداګرۍ بازار زور اخيستى او لاسونه يې اوږده شوي دي.

اوس هم پاکستان مهم دى

که ستاسې په زړه وي، د رواني اوونۍ په اوږدو کي ولسمشر کرزي له خبريالانو سره په ورستيو خبرو کي په ښکاره يادونه وکړه، چي د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا په صداقت کي نغښتې ده.

يعني پاکستان اوس هم د پخوا په ډول نړيوالو، سيمي، وسلوالو او خپله افغان مشرانو ته مهم دى اوپه وينايي، چې بېله دپاکستان له صداقت څخه د افغانستان سوله يو خيال انځور دى.

پورته خبرو ته په کتو د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز غواړي، چي دا ځل زړې لوبې ته د نويو لوبغاړو د پېدا کولو او يا د نويو لارو چارو په اړه د امريکا خوله بوى او يوځل بيا د خپلې غړکې بد خونده شلومبې پر نړيوالو په ښو مستو وپلوري.

که په رښتيا هم پاکستان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو څخه د ډار احساس کولاى، نو هيڅکله به يې په تېره يوه لسيزه کې د افغان دولت، نړيوالو ټولني او افغانانو سره سياسي مکاري نه کولاى.

اوس د افغانستان عام ولس هم په دې پوهېدلى دى، چي پاکستان تل د خپلو ګټو لپاره په سيمه کي فعال پاته شوى او کوم وخت، په ځانګړي ډول په افغانستان کي نوې سياسي پاڼه اوښتې، نو ورسره سم يې دخپلو زړو موخو د خوندي کولو په پلمه د يو ډېر نژدې ګاونډي ږغ په يوه او بل رنګ پورته کړى دى.

د سرتاج عزيز وروستى ږغ له وهمه نه دى، بلکي غواړي ، چي له يوې بلي خوا د امريکا سره خپل اړيکي لاسمي او روانه لوبه په خپله ګټه روانه وساتي.

افغانانو ته څه په کار دي؟

په داسي وخت کي زموږ افغان دولت، اپوزيسون او په سياست پوه خلګو ته په کار ده، چي دوى هم تر شخصي ګټو تېر او يوازي افغانستان، افغان ملت او تير برم ته په ريښتني درناوي رښتنى سياست وکړي.

په رښتني سياست افغانستان ژغورل کيږي او کوم وخت، چي افغانستان وژغورل شو، نو زموږ مشران به هم په رښتيا سره په تاريخ او خلګو کي په ملي رهبرانو يادشي.

په تاريخ کې واقعي سياسي مشرانو نوم هغه چاته ورکول کېږي، چي د لوى احمد شاه بابا او ملي مشر حاجي ميرويس خان نيکه په ډول يې ترځان ولس او افغانستان ته ترجيح ورکړې ده.

همدا سبب دى، چي تراوسه يې د نړۍ په هر کونج کي افغانان د نيکه او بابا په نومونو يادوي.

لکه څنګه، چي سرتاج عزيز او نورو پاکستاني حاکمان تر ډېره ځايه خپلو ملي ګټو ته پام کړى دى، نو دوى هم تر ډېره په خپل سياست کي بريالي او تر ډېره پر څوکيو ناست حکمراني کوي.

زموږ سياسي مشران ( که پر واک دي که په اپوزيشن کي) ټولو ته په کار ده، چي د نوي سياسي پاڼي اوښتو ته ځان وار ترمخه لا چمتو او په رښتيا ملي دريځ خپل کړي.

که چيري زموږ سياسي مشران د ملي مشرانو لار تعقيب کړي، نو په داسي حالت کي، به که خداى کول د سرتاج عزيز او د دپه شان د نورو کسانو نارې او سياسي چلونه پر خپل ځاى وچ پاته شي.

له ګرداب ورځپاڼې څخه په مننه

Copyright Larawbar 2007-2024