غزل

اسدالله زړه سواند | جون 11th, 2008


زړه دې رانه يوړلو دتلو سره
څوك كړى دا سلوك دميلمنو سره
حال دې راته بدكړلو جانانه بيا
سترګې دې چې تورې كړې رانجو سره
خداې خبر چې څه وشول په ماباندې
شونډې چې دې سرې كړې شيرينو سره
وايي كاكړ وايي خداې دې راوله
بيا به درته وايم حوصلو سره
ټول عمر مې تير شو انتظار كښې ستا
ځكه جمال ژاړي دسلګو سره

Copyright Larawbar 2007-2024