شمالي وزیرستان کې پوځ ٢٠ وسله وال وژلي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد: د پاکستان پوځ د يولړعملياتو په ترڅ کې د شمالي وزیرستان پرميرعلي هوايي بريد کړى چې له امله يې دبهرنيو طالبانو په گډون ۱۵ وسله وال وژلي دي او گڼ ټپيان دي . دپوځ پرخبره ، دغه عملیات د چارشنبې او پنجشنبې پر شپو جیټ الوتکو له خوا ترسره شوي او دوسله والو مرکز په نښه شوی. پوځ وايي چې په دې بريد کې یې ولسي خلک هم وژل شوي، خو ترڅنګ یې د وسلو او باروتو ډېره اندازه له منځه وړل شوې ده.جيو اردوتلويزيون څرگنده کړې چې په دې عملياتو کې ٣٥ وسله وژل شوي او ٦مرکزونه يې ويجاړشوي دي دپاکستان جنګي الوتکو د شپې دولس نیمې بجې د وزیرستان په دته خیلو، شوال، میرعلي او خوشحالي طوري خیل سیمې بريد کړې.د پاکستان پوځ وايي چې د دې بريد له امله په شوال سیمه کې د ٥طالبان او په خوشحالي طوري خیلو کې ۱۵طالبان وژل شوي دي، خو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو امکان زیات دی.د ویلو ده چې په دغه بريد کې زیاتره د طالبانو د بهرنیو غړو ځایونه په نښه شوي دي چې زیاتره پکې له ازبکستان او تاجکستان نه ورغلي وسله وال دي. طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي