په ختيځ کي د اشرف غني احمدزي د کمپاين دفتر پرانستل سو

عطاالله محمدي | فبروري 20th, 2014


په ختیځ کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرمحمد اشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي دفتر نن د یوې لویې غونډې پرمهال په جلال اباد ښارکې پرانیستل شو.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او بیا د غونډې ټول ګډونوال د ملي سرود درناوي ته ودریدل.
وروسته په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مشر حاجي احسان الله کاموال د پرانیستې او هرکلي وینا وکړه.
کاموال وویل:ډاکټراشرف غني د افغانستان د تېرې لسیزې په مختلفو اقتصادي او سیاسي برخو کې یو کامیاب ثابت شوی سیاستوال او رهبر دی.
د ښاغلي کامه وال په وینا له همدې کبله دوی د ډاکټرمحمد اشرف غني ملاتړکړی او په داوطلبه او ولسي بڼه کمپاین ورته کوي.
په ننګرهارکې د ډاکټراشرف غني د کمپاین ولایتي مسول حاجي نصرت الله ارسلا پخپله وینا کې وویل:ډاکټراشرف غني افغانانو ته خپله پوهه د افغانستان د ودانولو او ثبات لپاره په مختلفو بڼو ثابته کړې او پرځوان نسل زیاته تکیه لري.
ارسلا دا هم وویل،چې ډاکټرمحمد اشرف غني د هرقشر لپاره بېل پلان او د عملي کولو ظرفیت یې لري.
د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین د مرکزي دفتر فرهنګي سلاکار او فرهنګي شخصیت استاد لال پاچا ازمون د غونډې ګډونوالو ته د ډاکټرصیب غني پیغام ولوست،چې پکې له ټولو ختیزوالو څخه د ده د ملاتړکولو مننه شوې وه.
د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین یوه ویاند ښاغلي محمد صدیق پتمن هم وینا وکړه او ویې ویل:موږ په کمپاین کې د پيسو او ډوډۍ ورکولو پرځای خلکو ته په فکرورکولو ځان مسول ګڼو.
پتمن وویل:د کمپاین مرکزونو ته ډېرپام مه کوئ،هرکور،هره حجره او هرجومات د ډاکټرصیب غني د کمپاین مرکز کړئ او په دې ډول د افغانستان له ښه راتلونکي سره مرسته وکړي.
د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي ولایتي مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي عبدالظاهرقدیرپه دغه ملاتړغونډه کې وویل،چې د ختیځ اویا فیصده رایه به د ډاکټرمحمد اشرف غني په ګټه وکارول شي.
ظاهرقدیر همدا شان د ننګرهارله ولایتي ادارې او ټاکنو خپلواک کمېسون له ځایي دفترڅخه وغوښتل،چې په ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالجبارقهرمان پخپله وینا کې له ډاکټرغني څخه د ملاتړ سبب دا وښود،چې د افغانستان په کچه ښه شخصیت،سابقه او طرحې لري.
په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ،د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ابرارالله مراد،د اهل هنودو استازي ډاکټر ارمیت سنګ،د ښځو په استازۍ مېرمن حمیرا او یوشمېرنورو ویناوالو هم په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د نوماندۍ ملاتړ وکړ او دی یې د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ښه نوماند وباله.
په غونډه کې سلګونه دیني عالمانو،قومي مشرانو،سیاسي شخصیتونو،ښځو او نجونو او ځوانانوبرخه اخیستې وه.
د ختیزو ولایتونو څانګه
د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز

Copyright Larawbar 2007-2024