د افغان ځواکونو د شمېر د کموالي په اړه د یوې څېړني جزییات

عطاالله محمدي | فبروري 21st, 2014


د افغان ځواکونو د شمېر د کموالي په اړه د یوې څېړني جزییات

والسټریټ ژورنال او ډیلي تیلیګراف ورځپاڼو د افغانستان د روان وضیعت او له دې هېواده د نړېوالو ځواکونو د وتلو د موضوعاتو په باب مطالب خپاره کړي دي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغان ځواکونو د شمېرد کموالي په اړه د یوې څیړنې جزئیات خپاره کړي دي.

ورځپاڼه لیکي:

د امریکا د پوځي ستراتیژې په یوې خپلواکه څیړنه کې څرګنده شوې چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو په شمېرکې د کموالي پلان د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د یوه باثباته افغانستان په اړه د متحده ایالاتو هیلي له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

په دې څیړنه کې چې د دفاع وزارت پنټاګون لپاره ترسره شوې، خبرداری ورکړل شوی چې؛ په راتلوونکو کلونو کې د وسله والو له خوا د مخ په زیاتیدونکو خطرونو سره د مقابلې لپاره یوه لوی افغان ځواک ته اړتیا ده.

والسټریټ ژورنال زیاتوي:

له ۲۰۱۵ کال وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو شمېرچې اوس شاوخوا درې نیم لکو ته رسیږي دوه لکه او دیرش زرو ته راښکته شي.

پنټاګون ته په چمتو شوې څیړنه کې ویل شوي، چې د افغان سرتیرو دا کم شمېر به د افغانستان لپاره د امریکا راتلوونکي پلانونه له ګواښ سره مخامخ کړي.

ورځپاڼې د دغې څیړنې د ترسره کونکي جانتن شوردن په حواله لیکلي:

که امریکا غواړي چې افغانستان بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي نو دوه لکه او اته ویشت زرو ته د افغان سرتیرو د شمېر کمول به د واشنګټن دا پلان له خطر سره مخامخ کړي.

والسټریټ ژورنال لیکي: دا ۳۶۸ مخیزه څیړنه د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانګریس ته هم وړاندې شوې ده.

د امریکا د دفاع د وزارت یوې ویاندې الیسا سمیت دې ورځپاڼې ته ویلي دا څیړنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د ماموریت د ټاکلو په برخه کې د امریکا لپاره ګټوره ثابته شي.

ډیلي ټیلیګراف:

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د بریتانوي ځواکونو د سترې پوځي اډې د وسایلو د خرڅلا موضوع څیړلې ده:

ورځپاڼه لیکي، په هلمند کې د بریتانوي ځواکونو د اډې هغه وسایل چې له افغانستانه يې نه وړي، په لویه اندازه پلورل کیږي.

خو د ډیلي تیلیګراف په وینا په هلمند کې د بریتانوي ځواکونو د مهمې او سترې اډې باسشین برخلیک لا معلوم نه دی.

په باسشین پوځي اډه کې یو مهال دیرش زره کسان میشت ول او له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته دا له بریتاني څخه بهر د دې هېواد د ځواکونو تر ټولو لوی مرکز بلل کیده.

د ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې چې له دې اډې څخه به په زیات شمېر کانتینرونو کې مهمات او قیمتي بستې بیرته بریتانې ته انتقال شي د میلیونو پونډو په ارزښت نور وسایل چې ایرکنډیشنونه، مونیټرونه، د موټرو پرزې، د روغتونو سامان الات او زیات شمېر نور وسایل چې بیرته نه وړل کیږي، د پلورولو لپاره ایښودل شوي دي.

ډیلي تیلیګراف ته د بریتانيي د دفاعي او حکومتي خدماتو د ادارې یوه چارواکي کریس مورې چې په هلمند کې د پوځي اډې د وسایلو د پلورولو مسول دی، ویلي که دا وسایل بیرته بریتاني ته وړل کیږي نو دا کار به په لویه بیه تمام شي.

په هلمند کې د بریتانوي سرتیرو شمېر لا دمخه له لس زرو څخه پینځو زرو ته راښکته شوی او د پلان له مخې په راتلوونکي اوړي کې به دغلته یوازې دوه نیم زره سرتیري پاتي شي.

Copyright Larawbar 2007-2024