د وسلو او چاودېدونکو توکو د کشف خبر ورکړل سو
عطاالله محمدي
د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په باغ سري نومي سيمه کي اته ډبې چاودېدونکي توکي او يو شمېر وسلې کشف سوې.
يادي ٨ ډبې چادېدونکي توکي چي ټول وزن يې١٦٠ کيلو ګرامه ته رسېږي د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د شاوليکوټ ولسوالۍ په باغ سري نومې سيمه کي د چاڼيزو عملياتو په پايله کي کشف او ترلاسه سوي دي خو له يادو توکو سره د تړاو په تور تر اوسه څوک نه دي نيول سوي.
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.