زابل پوليس:د راتلونكو انتخاباتو لپاره كلك امنيتي تدابير نيول سويدي
دزابل امنیتي چارواکي دراتلونکو ټاکنو او ټاکنیزو مبارزو دپاره د کلکو امنیتي تدابیرود نیولوخبرورکوي، ددې ولایت امنیه قومندان کندهار تلویزون ته وویل چي زابل ۸۱ درایو ورکولو مرکزونه لري او دهغه جملې څخه به يې دوه دانې دټاکنو په ورځ تړلې وي او ۹ دانې به ترامنیتي ګواښ لاندي وي اودوی به دټاکنو ترورځې پوري هڅه وکړي چي امنیتي ګواښ يې لمنځه یوسي پرهمدې مهال یوشمیر خلګ دعامه پوهاوي دپروګرامونو دزیاتوالي، دټاکنو پرشفافیت او امنیت باندي ټینګار کوي.
دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني په یوه ځانګړې مرکه کې کندهار تلویزون ته وویل چي ددې ولایت امنیتي ځواکونه دراتلونکو ټاکنو او ټاکنیزو مبارزو دپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
ښاغلی لیونی وايي چي داولایت یو اتیا درایو ورکولو مرکزونه لري او دټاکنو په ورځ به دوه دانې دامنیتي ګواښونو لکبله دخلګو پرخلګو تړلې وي او ۹ داني به ترسخت امنیتي ګواښ لاندي وي خودوی به بیا هم هڅه وکړي چي دټاکنور ترورځې پوري ټول مرکزونه دخلګو پرمخ خلاص کړي.
پرهمدې مهل یوشمیر اوسیدونکي دټاکنو په اړوند دعامه پوهاوې پروګرامونو دزیاتوالي، دټاکنو پرشفافیت او امنیت باندي ټینګار کوي او دولسمرۍ دنوماندان څخه غوښتنه کوي چي زابل سفر وکړي او خپل پروګرامونه دنیږدې دخلګو سره شریک کړي.
په زابل کې امنیتي چارواکي پداسي حال کې دټاکنو او ټاکنیزو مبارزو دامنیت نیولو خبرکوري چي دامهال ددې ولایت په ډیرو ولسوالیو کې دګډو ځواکونو لخوا چانیز عملیات روان دي.