زابل شهرصفا ولسوالي: ۲۹ کیلوهیروین ونیول سوه

د لراوبر اداره | مارچ 10th, 2014


دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي نن سهار ددې ولایت دشهرصفا ولسوالی ملي پولیسو یوځل بیا دپلټنو او چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۲۹ کیلوګرامه هیروین ونیول.
ښاغلی قومندان وايي چې ددې پيښې په تړاو يې یوتورن کس او یوه عراده موټرهم نیولی دي او ددوی پلټنې به دوام ولري ترڅو پډې ولایت کې دنشه يې دقاچاق مخنیوی وکړي.
امنیه قومندان همداراز وايي چي په روان کال کې يې څه باندي ۶ ټنه نشه يې توکې نیولي دي او ددوی دالړی به دوام ولري.
په زابل کې دانشه يې توکې پداسي حال کې نیولي کیږي چي تردې وړاندي هم په مرکز کلات ۶۴۲ کیلوګرامه ونیول سوه.

Copyright Larawbar 2007-2024