هلمند : د ماين چاودني ٦ اولسي وګړي ووژل

عطاالله محمدي | مارچ 15th, 2014


ياده شوې چاودنه د پنجشنبې په ورځ مازديگرناوخته د موسى كلا ولسوالۍ په شهبان سيمه كې د ملكي وګړوپرموټر چي پر يوه ښخ كړل شوي ماين له امله رامنځ ته شوې چې په پايله كې يې شپږ اولسي وګړي چې دوې پكې ښځې،دوه نارينه اودوه ماشومان دي وژل سوي.
د هلمند ولايت مقام د دې پېښي پخلي کوي او دا کار د وسله والو بولي خو په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024