يوشمېر سوداګرو د ډاکټر اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

عطاالله محمدي | مارچ 13th, 2014


د ننګرهار یوشمېر ملي سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مرستیال خان جان الکوزي په مشرۍ په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین له عمومي مسول احسان الله کاموال سره په لیدنه کې د بدلون او دوام له ټاکنیز ټیم څخه د ملاتړ ژمنه وکړه.
دوی ډاکټرغني د یو سترنړیوال عالم په توګه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او خودکفا کولو لپاره مناسب او کامیاب ثابت شوی رهبر وباله.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین مسول احسان الله کاموال له ملي سوداګرو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه،چې د بدلون او دوام ټیم له کمپاین سره چې ولسي او داوطلبانه دی،ترخپله وسه مرسته وکړي.
همدا شان د جلال اباد ښار یوشمېر استوګنو او د ننګرهار د کږې او ښېوې ولسوالۍ ځینو قومي مخورو هم له ښاغلي کامه والو سره وکتل.
د دوی په استازیتوب حاجي عبدالحکیم،فراموزخان،رېس الکوزي او حاجي ګل محمد پخپلو خبرو کې د ډاکټراشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم ملاتړ اعلان کړ.
په ختیځ کې د ډاکټرغني د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال له ډاکټرغني څخه د خلکو له پراخ او پرله پسې داوطلبانه ملاتړ څخه په مننې سره له دوی وغوښتل،چې ولسي کمپاین لاپراخ او د ټاکنو اړوند ټولو امادګیو کې عملي مرسته زیاته کړي.
د یو بل خبر له مخې:
د هسکې مینې، شېرزادو اوکوټ ولسواليو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو د ننګرهار په ولايتي ټاکنيز دفتر کې د يوې غونډې پر مهال د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
په دې غونډه کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه د فکر، ګډون او مسوولیت خواوو ته د ګډونوالو پام وګرځول شو.
د غونډې په پرانستې وینا کې د ننګرهار ولایتي شورا غړي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین ولایتي مشر نصرت الله ارسلا وويل، د کمپاین د لومړیو ورځو نه يې مشرانو، علماو، مخورو او ځوانانو سره په دې اړه مشورې پیل کړي، چې څنګه کیدای شي دا وګړي له بدبختیو بې غمه او یو غوره بدلون ته لاره هواره شي.
هغه وايي د ډېرو مشورو نه وروسته دې پایلې ته رسېږي، چې په هېواد کې د ښه اوغوره بدلون نښې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وجود کې لیدل کېږي.
نصرت الله ارسلا وویل، ډېر مشران په خبرو کې د کونډو او یتیمانو خبرې کوي، خو واک ته په رسیدو يې بیا پوښتنه نه کوي، په ادارو کې هېڅ کار بې واسطې او بې پيسې نه کېږي، خو که رښتیا هم دا حالت نور نه شئ زغملی، همدا وخت دی، چې په خپله رایه دې حالت ته بدلون ورکړئ.
د هسکې مینې ولسوالۍ قومي مشر ګل خالق شینواري وویل، دوی په ټولو خبرو پوهېږي او په دې اړه يې فکر کړی، چې رايې څنګه شخص ته ورکړي: (( موږ د قومي مشرانو یوه ۲۴ کسیزه شورا لرو، وړاندې تر دې چې دلته راشو، د ډاکټر اشرف غني احمدزي د علم، پوهې او اسلامیت په نظر کې نیولو سره مو پرېکړه وکړه، چې دا سړی د مشرۍ وړ دی))
د کوټ ولسوالۍ قومي مشر فاروق جان پاچا وویل، رایه ستر امانت دی، د دې پوښتنه کېږی، دی وايي ولسونه د خپلو رایو په ارزښت پوهېدلي او دا ځل به نه تېروځي، نوموړي هم د خپلو خلکو په استازۍ د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غږ پورته کړ.
د شېرزادو ولسوالۍ قومي مشر انجنير نظر وويل چې دوی ټول په کلک عزم غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ رايه ورکړي. نوموړي وويل د دوی ولسونه نور د چا په بې ځایه ژمنو نه غولېږي او داسې نوماند ته به رايه ورکوي، چې د خدمت جوهر ولري او خلک دا جوهر د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وجود کې ګوري.
په غونډه کې د ځوانانو په استازۍ ميوند شينواري خبرې وکړې او له ټولو ځوانانو يې په ټاکنو کې د ګډون او غوره انتخاب غوښتنه وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024