کندهار: د زلمي رسول راتګ ته سخت امنيتي تدابير نيول سوي
عطاالله محمدي
په کندهار کي د زلمي رسول راتګ ته سخت امنيتي تدابير نيول سوي
په کندهار کي د ولسمشريزو نوماندانو د راتګ په لړۍ کي نن زلمى رسول او هغه ته تېر سوى نوماند قيوم کرزى راځي.
ويل کيږي، چي د هغوئ د راتګ موخه په دغه ولايت کي د خلکو د ملاتړ د خپلولو څخه ده، چي د کندهار په احمدشاهي لوبغالي او تاج محل سالون کي به يې خلکو ته د يوې غونډې په ترڅ کي وړاندې کړي.
د زلمي رسول د راتګ اوازه يوه اوونۍ وړاندې وه، خو د تېرې شپې راهيسې په ښار کي امنتيي تدابير سخت سوي او د هغه کمپاين کوونکي په ښار کي د موټريزونو کاروانونو په څېر ګرځي راګرځي.
د زلمي رسول لپاره د سختو امنيتي تدابير نيول د کندهار اوسېدونکو ته ستونزې جوړې کړي، چي ځکه ډېرې لارې د پوليسو له لوري تړل سوي دي او په ځينو سيمو کي د موټرونو ترڅنګ پر پلي تګ بنديز لګېدلى دى.
د کندهار اوسېدونکي د کانديدانو له لوري د لارو بندول ښه کار نه بولي او زياتوي، چي خلک کارونه لري او دوى اجازه نه ورکوي.
د عتيق الله په نوم د کندهار ښار يوه اوسېدونکي وويل : ( که هر کانديد لاره بنده کړي، نو ګواکي يوه مياشت به کار ته نه ځو، د هغوئ غونډې هره ورځ وي، په داسې کارونو سره خلک د کانديد څخه ملاتړ نه بلکي نفرت کوي.)
په همدې مهال د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، چي د کانديدانو امنيت نيول د دوى دنده ده : ( موږ د کورنيو چارو وزارت د امر سره د کانديدانو د امنيت تابيا نيسو، خو د غونډې سره نژدې د ځينو سيمو لارې د لنډ وخت لپاره بندوو او ټولې لارې مو هيڅکله نه دي بندې کړي.)