غزني:ماین چاودني ۹تنو ته مرګ ژوبله واړول
په غزني ښار کي چاودني نهو تنوته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايې چاودنه پر بایسکل تړل سوو چاودېدونکو ته د ریموټ کنټرول په واسطه ورکول سوې ده
دغه چاودنه چي نن غرمه مهال په غزني ښار کي رامنځ ته سوې ده هدف يې د اندړو ولسوالۍ جنایی مدیر وو
د دې ولایت مرستیال والي محمدعلی احمدي وايې چاودنه د اندړو ولسوالۍ پر جنایي مدیر هغه وخت رامنڅ ته سوه،کله چي هغه له سیمي څخه د تیرېدو په حال کي وو،او وسلوالو پر بایسکل تړل سوو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه
دده خبره د چاودني له امله دجنایی مدیر محمدظاهر په ګډون دوه تنه وژل سوي او اووه نورټپیان دي
تر اوسه د چاودني هدف کومي ډلي په غاړه ندي اخیستي.