کندهار:د نوي کال لپاره چمتوالۍ
په کندهار کې د نوي کال د لمانځلو لپاره چمتوالى نيول سوى دى
د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چې د نوي کال د راتګ لپاره يې نه يوازې امنتي تدابير سخت کړي، بلکې د خلکو د خوښۍ لپاره يې ځانګړي ميلې هم جوړې کړي دي.
د نورو کلونو او د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ دا ځل په کندهار کې هم د نوي کال يا پسرلي د راتګ وړاندې په ښار او ولسواليو کې د خلکو د خوشحالۍ لپاره ځانګړې مراسم جوړ سوي دي.
دغه مراسم د کندهار ولايت د مشهورې ولسوالۍ خاکريز په شاه مقصود اغا زيارت کې د جنډۍ د پورته کولو سره سم په ښار او نورو ولسواليو کې پيلېږي.
د ټنګ ټکور پروګرامونه، سيمه ايزې لوبې او نورې بېلا بېلې مېلې ددغه خوشاليو د لمانځلو په سر کې راځي.
همداوس ويل کېږي، چې زيات شمېر ځوانان د پسرلي تر راتګ څو ورځې وړاندې خاکرېز ولسوالۍ ته تللي او هلته مېلې کولو ته چمتوالى نيسي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وايي، چې ١٣٩٣ کال په دغه ولايت کې د نورو کلونو په توپير په خوښۍ ولمانځل سي.
د نوي کال راتګ، چې اصلي نېټه يې د جمعې ورځ ده، د شنبې په ګډون، چې د بزګر د ورځې سره سمون لري عمومي رخصتي اعلان سوې ده.
ددغې ورځې په راتګ سره د کندهار ښار بڼه هم اوښتې او پر هر کور او دوکان د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ رپېږي.
د کندهار امنيتي چارواکي هم ددغې ورځې د لمانځنې په برخه کې د پوره امنتي تدابيرو خبر ورکوي او زياتوي، چې د ښار ترڅنګ په ولسواليو کې خلک کولاى سي، خپلې مېلې وکړي.
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، چې دوى له وړاندې د ميله ځايونو امنيت نيولى دى.
په کندهار کې د نوي کال په راتګ سره نه يوازې په ښار او ولسواليو کې خلک مېلې کوي، بلکې ځينې نور بيا په ډلو – ډلو د افغانستان نورو ولايتونو په ځانګړي ډول مزارشريف ته ځي او هلته خپلې خوشالۍ لمانځي.