دکندهار په چاودنه کي دولتي چاواکي ټپیان سوی

اسدالله زړه سواند | مارچ 21st, 2014


چاودنه چي نوعیت يې تر اوسه ندي معلوم د خاکریز په هغه سیمه کي سوې چيری چي د نوی کال د لمانځلو په موخه پراخ مراسم جوړیږي.
ویل کیږي چاودنه نن سهار لس بجې د دولتي چارواکو په منځ کي سوې ده.
د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايی چاودنه د اوبو په حوض کي د بوتلي ماین د ځای پر ځای کیدو له امله رامنځ ته سوې ده.
دده په خبره په چاودنه کي د ولایت مقام د دفتر د رئیس پرویز نجیب، د خاکریز امنیه قوماندان او دوه پولیس ټپیان سوي دی. داسي خبرونه هم خپاره سول چي ډاکټر پرویز نجیب په دې پېښه کي ژوند له لاسه ورکړی دئ، خو تازه راپورونه وايي چي زخمي دئ.
یوې امنتي سرچینې چي نه يې غوښتل نوم يې واخیستل سي میوند راډیو تلوېزیون ته وویل چي د چاودني په ځای کي د والی مرستیال عبدالقدیم پتیال او یوشمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم موجود وه،چي د هغوی د وضعیت په اړه يې څه ندی ویلی.
تر اوسه وسلوالو طالبانو هم په دې اړه کوم څه ندي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024