ولسمشر کرزی:طالبان نور سوله غواړي

اسدالله زړه سواند | مارچ 23rd, 2014


که څه هم په دې وروستیو کي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کي وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو او چاودنو ته زور ورکړی دئ خو ولسمشر حامد کرزی هیله مند دئ ،چي ژر به د سولي خبري پیل سئ
ښاغلي کرزی ،چي د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسیمو کي خبري کولې وويل،چی پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره سوله کوي نو افغاني طالبان هم له سولي سره لیوالتیا ښيي
ولسمشر کرزی وايې “افغانستان ته سوله هم راځي، سراسري سوله، پاکستان له خپلو طالبانو سره خبرې کوي؛ خبرې یې پرمخ ځي، د افغاسنتان طالبان هم زموږ سره تماسونه نیسي؛ غواړي چې خبرې وکړي. نن یا سبا دا کار کیږي، نن او سبا دا کار کیږي، پاکستان نور د دې حالت زور نه لري، ډير درد یې ولید.”
د ويلو ده چي د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدو ته خورا لږ وخت پاته دئ ،چي وسلوالو طالبانو ورسره سم خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024