په بیلابیلو پیښو کي ۱۳تنه وژل سوی

اسدالله زړه سواند | مارچ 23rd, 2014


د هيواد په بیلابیلو سیمو کي ۱۳تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ملی دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي وايې په هيواد کي د بیلابیلو پیښو پر مهال د ملی اردو او وسلوالو په ګډون په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۳ تنه وژل سوي دي.
هغه وايې د يوې چاودني له امله چي هغه يې ځای ندي په ګوته کړي ویلي چی ددې چاودني په ترڅ کي ۴تنه د ملي اردو منسوبین وژل سوي دي.
بلخوا د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کي درې تنه ماین ښخونکي وژل سوي او همدا ډول ۱۹ کړی ماینونه کشف او خنثي سوی دي.
د دفاع وزارت ویاند همدا ډول په هلمند کي د شپږو وسلوالو د وژولو خبر هم ورکړ
هغه وايې دغه وسلوالو په هلمند کي په ناامنیو کي لاس درلود چي د ملي اردو په ځانګړو عملیاتو له منځه یوړل سوه.

Copyright Larawbar 2007-2024