خبریالان:دوې اونۍ دطالبانو اړوند خبرونه نه خپرو
په کندهار کي د خبریالانو خوني یا پریس کلب دنۍ د پریکړي ملاتړ اعلان کړ
کندهار پریس کلب د نی یا په افغانستان کي د ازادو رسنیو د ملاتړي ادارې د هغه پریکړي ملاتړ کوي چي په سرينا هوټل کي يې د يوه افغان خبريال سردار محمد د وژل کېدو په عکس العمل کي له رسنیو غوښتي چي د دوو اوونیو لپاره د طالبانو په تړاو خبرونه خپاره نه کړي .
دکندهار پریس کلب لخوا رسنیو ته په یوې خبرپاڼه کي ويل سي ،چي د افغانستان د ټولو خبریالانو سره یوځای د دو اونیو لپاره د طالبانو اړوند خبرونه نه خپروي
خبریالانو دا پریکړه وروسته له هغه وکړه چي د فرانسې د خبري اژانس خبریال سردار محمد ، د هغه ميرمن او دوه کوچنیان يې د کابل په سرينا هوټل کې د وسلوالو طالبانو په یوه برید کي چي ځان يې وسلوالو معرفی کړی هم وو، او بیا هم ووژل سو
افغان خبریالانو د مرحوم سردار محمد وژل کېدل د مطبوعاتو د کورنۍ لپاره دردوونکې او خواشنونکې پېښه بللې ده .
کندهار پریس کلب د سردار محمد وژنه غندي او یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو غاړو ږغ کوي چي د بې طرفه خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي .