هلمند:د ټاکنونو لپاره پوره چمتوالی نیول سوی
راتلونكې ټولټاكنې به بې له كومې امنيتي ستونزې په هلمند كې ترسره سي
په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ د شوراب په پوځي اډه كې يوه غونډه چې د ولايت مقام د مرستيال احمد مسعود بختورپه مشرى چې پكې ددې ولايت د پوځي ادارومسؤلينوهم گډون درلود جوړه شوه.
په دې غونډه كې د ولايت مقام مرستيال احمد مسعود بختوروويل، چې په دې ولايت كې ۱۲۰ زره زياتواوسيدونكود رايې اچونې كارتونه ترلاسه كړي اوترډيره پورې د دوى لپاره دا زمينه برابره شوې چې خپلې رايې په ډاډ منه فضا كې د رايوصندقونوته واچوي.
په دې غونډه كې امنيتي مسؤلينوهم ډاډ وركړچې دا مهال د امنيتي ځواكونووړتيا ډيره لوړه شوې اوپخپل وخت يې د دښمن بيلابيلې دسيسې اوپلانونه شنډ كړي دي اوچمتودي چې د ټاكنوامنيت هم په پوره توگه خوندي كړي.
د دوى په وينا چې په دې وروستيوكې هغه سيمې چې پكې امنيتي ستونزې موجودې وې چاڼيزعمليات ترسره شوي اوپكې د ډاډمنوټاكنوزمينه برابره شوې ده