کندهار:۱۶وسلوالو ته مرګ ژوبله
د کندهار امنيه قومندان وايي د انتخاباتو په ورځ به ټول انتخاباتي مراکز پرانيستي او خلک به په ډاډمنه فضا کي رايه وکاروي.
په هغه خبري ناسته کي چي نن د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي جوړه سوې وه، د کندهار امنيه قومندان تورن جنرال عبدالرازق وويل، د چمتو درې په نوم عمليات يې د ټاکنو لپاره د امنيتي فضا د رامنځته کېدو په موخه پيل کړي ول، چي تر دې مهاله يې د انتخاباتو ډېر مراکز له امنيتي تهديده خوندي کړي دي.
ده وويل، امنيتي ځواکونو هڅه کړې چي د خپل ولس د خونديتوب له امله په ښار او ولسواليو کي تر خپل توانه امنيتي فضا پر وجود راوړي، چي په دې ترڅ کي يې زياتي ولسوالۍ تصفيه کړي دي. نوموړي زياته کړه: “موږ تر خپل توانه کوښښ کوو، چي امنيتي فضا حاکمه کړو، د ټاکنو په ورځ به ټول د رايو مراکز د خلکو پر مخ پرانيستي وي. موږ به په دغه ورځ ټولي لاري د خلکو پر مخ پرانيزو چي خلک په ډاډه زړه د رايو مراکزو ته ولاړ سي او رايه وکاروي.”
ده زياته کړه، اوس هم په پرتله ييز ډول امنيت سم دى، هره ورځ د ولايتي شورا کانديدان خپلي غونډي او مجالس مخته وړي، تر اوسه له هيڅ ډول امنيتي پېښي سره مخ سوي نه دي. رازق زياته کړه، دښمن هم ارام ناست نه دى، هغه هڅه کوي چي د انتخاباتو ملي پروسه له خنډ سره مخ کړي، خو هغه پر ټول ولس ږغ کوي چي له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
امنيه قومندان دغه راز زياته کړه، په تېره اوونۍ کي يې ١٢ وسله وال طالبان له يو لړ وسلو سره ژوندي نيولي او ٤ وسله وال يې وژلي دي. ده زياته کړه: “له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرسايکلونه او ٨٨ حلقې بېلابېل ماينونه مو کشف او شنډ کړي دي.”