عبدالله عبدالله:کندهار ته ځانګړې پاملرنه کوم

اسدالله زړه سواند | مارچ 30th, 2014


ولسمشری چوکي ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله په کندهار کي خپلو زرګونو پلویانو ته د بریا په صورت کي د امنیت ،سولي او بیارغوني ژمنه ورکړه
نوموړي چي د خپلو دو معاونینو سره د یکشنبې په ورځ کندهار ته راغلي وو دلته د یوې پراخي غونډي په ترڅ زرګونو کندهاریانو خپل ملاتړ ترې اعلان کړ
هغه وايې په افغانستان کي به د یو عادل حکومت د جوړوني په څنګ کی ددې لپاره پوره هلی ځلي وکړي چي په هیواد کي زیاتي دینی مدرسې جوړی کړي

ډاکتر عبدالله عبدالله په کندهار کي خپلو زرګونو پلویانو د خبر پر مهال هغوی ته ژمنه ورکړه ،چي په کندهار ولایت کی به د بریا په صورت کي بنیادي پروژې عملي کړي
نوموړي د یکشنبې په ورځ کندهار ته راغلي وو دلته یو شمېر قومي مشرانو د هغه د کړنلاری ملاتړ وکړ او زیاته يې کړه چي ډاکتر عبدالله عبدالله ولسمشری چوکۍ ته یو وړ نوماند دئ او دده به رایه ورکړي،خو له هغه یې غوښتنه وکړه چي د امنیت،سولي او بیارغونی ترڅنګ د بریښنا جوړوني په برخه ورسره سوی ژمني عملي کړي
داکتر عبدالله عبدالله وایې که چیری په ټاکنو کي بریالي سی ،نو دکندهار خلګو ته به سولی ،امنیت او بیارغوني تر څنګ د پوهني ،کرهڼي او بریښنا په برخه کی ګتوری پروژې پلي کړي
نوموړی وايې ددې سره په خوا کي به د هیواد په ګوټ ګوټ کي به دیني مدرسې جوړي کړي تر څو زموږ ځوانان بهرنیو هیوادونو ته د ینی زده کړو لپاره ولاړ نسي او هغه ترې ترهګر جوړ نه کړي

باید وویل سي چي ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون وسلوال برید هم په سختو ټکو وغانده او زیاته يې کړه چي وسلوال نسي کولای په دې ډول بریدونو د افغانستان خلګ له ټاکنو را وګرڅوي ،هغه همدارنګه له اوسني دولت څخه غوښتنه وکړه چي د شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي او په دې پروسه کي کومه مداخله ونه کړي

Copyright Larawbar 2007-2024