د سولي په اړه د ارګ ورستى دريځ يو څه سخت ښکاري
عطاالله محمدي
محور: د سولې په اړه د اګ وروستی دریځ یو څه سخت ښکاري
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په پروسې او راتلونکو انتخاباتو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
محور:
محور ورځپاڼې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د ولسمشر وروستي ټلیفوني تماس په اړه لیکلي؛ د سولې په اړه د اګ وروستی دریځ یو څه سخت ښکاري.
په مطلب کې راغلي ولسمشر په دې خبرو کې د امریکا په نیت شک څرګند کړی او په ښکاره یې جان کیري ته شکایت کړی چې؛ باید نور په پاکستان فشار راوړي.
محور پوښتنه مطرح کړې چې؛ که امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې په پروسې کې مرسته ونه کړي؛ نو کومه بله چاره شته.
د سرمقالې لیکوال د دې پوښتنې په ځواب کې لیکلې؛ بله لاره دا ده چې په افغانستان کې دننه یوه قوي اداره رامنځ ته شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ په تېرو دیارلسو کلونو کې امریکا د افغانستان او سیمې له هېوادونو سره ګونګه پالیسي پرمخ وړې ده.
ویسا لیکلي افغانان د یوې بې تعریفه جګړې په اور کې سوځي.
په سرمقالې کې راغلي چې د دې جګړې مرکزونه؛ منابع او ملاتړ کوونکي هېوادونه معلوم دي خو امریکا له هغوی سره هم تودې اړیکې لري.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې هم د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د ولسمشر کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی دی.
د مطلب لیکوال شک څرګند کړی او لیکلي یې دي، ولسمشر کرزی د سولې د خبرو په بهانه غواړي انتخابات وځنډوي.
په مطلب کې په دې اړه د جمهوري ریاست د څو تنو کاندیدانو د ویاندویانو نظرونه هم راخیستل شوي دي.
ملي ارمان د عبدالله عبدالله د ویاند سید اقا فاضل سانچارکي له قول ه لیکلي، هر څوک چې د انتخاباتو په مخ کې ودریږي، د خلکو له توند عکس العمل سره به مخ شي.
په مطلب کې د اشرف غني احمدزي د یوه ویاند حمیدالله فاروقي نظر هم راخیستل شوی چې ویلي یې دي، حکومت او نړیواله ټولنه حق نه لري چې د خلکو د ارادې په وړاندې ودریږي.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه لیکلي.
په سرمقالې کې راغلي، وسلوال مخالفین نشي کولای چې راتلونکي انتخابات له ستونزو سره مخ کړي.
هیواد لیکلي له یوې خوا امنیتي ځواکونه ددې انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره هر ډول سرښندنې ته چمتو دي او له بلې خوا خلک په دې پوه شوي چې په انتخاباتو کې ګډون حتمي دی.