راکټي بريد دوو اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

عطاالله محمدي | اپریل 1st, 2014


په لغمان کې د مخالفو وسلوالو په یو راکټي برید کې ۲ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن د څلور بجو په شاو خوا کې د االینګار ولسوالۍ په پړوايي سیمه کي د ملي اردو په یوې پوستې له لرې واټنه دوه راکټونه را توغول سوي چې له پوستې وړاندې په پلې لاره لګیدلي او له امله یې یو کس وژى سوى او یوه میرمن ټپي شوې ده چې دا مهال په کلینک کې تر درملنې لاندې ده.
لغمان ولايت مقام په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږلې چي پکښي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي دا کار د وسله والو دئ خو په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024