یو بهرنی پوځي مړ سو
ناټو په یوه اعلامیه کی خبر ورکوی چی پرون د افغانستان په جنوب کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله یو بهرنی پوځي مړ سو .
اعلامیې نور وضاحت ورنکړ چی هغه ته څه ورپیښه سوه چی له امله یې مړ سو .
د روان کال په درو میاشتو کی شل خارجی پوځیان په افغانستان کی له منځه تللی دي .