خبریال ډاټ کام دټاکنیزو شکایتونو دکمېسیون ادعا رد کړه
دخبریال ډاټ کام ادارې دټاکنیزو شکایتونو دکمېسیون هغه ادعا رد کړه چې ګواکې خبریال ډاټ کام په ناقانونه ډول د ځینو کاندیدانو لپاره کمپاین کړی دی .
دخبریال ډاټ کام ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي ديچې دوی دافغانستان دټولټاکنو یوه کاندید ته هم ناقانونه کمپاین نه دی کړی ،البته ددوو کاندیدانو اعلانونه یې دپیسو په بدل کې خپاره کړي . دخبریال اداره وايي چې داعلانونه په وسیله دترلاسه شویو پیسو حساب یې په شفاف ډول دټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورکړی دی .
خبریال چې په بریتانیا کې راجسټر یوه نړۍ واله خبري اداره ده په ټاکنو کې دټولو کاندیدانو غونډواو پرمختګونو ته خبري پوښښ ورکاوه .
په دغه اداره دجمعې په ورځ دافغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون تور پوريکړ چې په ناقانونه توګه یې دټاکنیزو هڅو دپای ته رسېدو وروسته یوه کاندید ته کمپاین کړی .
دولسمشرۍ د يوولسو کانديدانو تر منځ ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣ مه پيل او د دوو مياشتو په تېرېدو سره د وري په ١٣مه پاى ته ورسېدلې.
د ټاکنو قانون د ٤٨مادې له مخې، دغه موده د ټاکنو د ورځى له پيل څخه ٤٨ ساعته دمخه پاى ته رسيږي او دغه دوره د سکوت په نامه ياديږي خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سادات دجمعې په ورځ په کابل کې خبري غونډي ته وويل ،چې د ولسمشرۍ دوو کانديدانو ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين د مودې له پوره کېدو وروسته هم کمپاين کړى دی.
نوموړي دخپلو خبرو په ترڅ کې خبریال ډاټ کام په دې تورن کړ چې دزلمي رسول لپاره یې په دغه موده کې ناقانونه کمپاین کړی دی .
خبریال اداره وايي چې دوی ناقانونه کمپاین نه دی کړی ،بلکه دځینو تخنیکي ستونزو له کبله یې پر خپل وخت د زلمي رسول اعلان له پاڼې نه نه دی غورځولی .
دغه اداره وايي چې تر لږ ځنډ وروسته یې په پاڼه کې خپاره کړياعلانونه لیري کړي دي.
دخبریال ډاټ کام ځان خپلواکه اداره بولياو دهیڅ کاندید سره تړاو نه لري .