کندهار:ډله -ډله خلګ د رای مرکزونو ته روان دي
په کندهار ولایت کي د رای ورکولو پروسه پیل سوې او په جوپو جوپو خلګ د رای مرکزونو ته روان دي
دکندهار ښار په هره سیمه کي افغان ځواکونه لیدل کیږي او خورا ټینګ امنتي تدابیر يې نیولي دي
د رایی مرکزونو ته تلوونکي کسان وايې ددوي لپاره د افغان ځواکونو لخوا ښه زمینه برابره سوې خو یوازني ستونزه چي دوي يې یادونه کوي ددوي په سیمه کي د رای د مرکزونو او محلونو لږ والی دي ،ددوي په خبره خلګ ډېر او مرکزونه لږ دي
په کندهار کي ددې ترڅنګ چي کتار کتار نارینه د رای مرکزونو ته ولاړ دي زیات شمېر ښځمني هم لیدل کیږي ،چي د رای مرکزونو ته کتار کتار ولاړي دي او غواړي چي خپل د خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړي.
دکندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالهادي داوری وايي په کندهار ښار او ولسواليو کي د خلکو پر مخ ټولټال ٢٣٤ انتخاباتي مراکز پرانيستي دي او خلګ کولای سي په ازاده توګه د رای ورکوني مرکزونو ولاړ سي او خپل د خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړي.
هغه وايې نژدې لس زره ناظرينو ته کارډونه توزيع سوي دي، چي پکي د ولايتي شورا کانديدان، رسنۍ او د مدني ټولنو غړي شامل دي.”
د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايې په ښار او ولسواليو کي يې خورا ټينګ امنتي تدابیر نیولي دي او تر دې مه هیڅ ډول پیښه نده رامنڅ ته سوې او خلګ په ډاډه زړه کولای سي چي د ښار او ولسواليو مرکزونو ته ولاړ سي.
د ویلو ده چي د تیرو ټاکنو په پرتله د ۹۳ کال ټاکنو ته ټینګ امنتي تدابیر نیول سوي او یوازی افغان ځواکونه په کندهار کي د ټاکنو امنیت ساتي او خلګ هم په خورا شوق او ډلو – ډلو د رای مرکزونو ته ځي او خپل د خوښي وړ نوماند ته رایه ورکوي .