مينه انتظار:يوه ډله پوليس د شپې کور ته را واوښتل

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2014


د کندهار اوسېدونکې شاعره مېرمن مينه انتظار وايي د کندهار ښار په ميرزا محمد خان قلعچه سيمه کي، د شپې پر ۱۲:۳۰ بجې د کندهار ښار د اتمي حوزې امر عبدالودود سرحدي (جاجو) ۸ تنه پوليس کورته پر دېوالو را واووښتل، د کور ښځمني يې تر لاسو کشولې او غوښتل يې چي په دې نيمه شپه مو پوستې ته بوځي.
نوموړې وايي د پوليسو لخوا په سوکانو او لغتو وهل سويدي او زياتوي چي د کور ښځو مو نارې، چيغاري او ژړاوي پيل کړې نو پوليس له کوره ووتل او يو د سرو زرو امېل، ۲۲ زره افغانۍ (چي زما د ورور د يوې مياشتي تنخوا وه) او يوه ډي وي ډي يې له ځانو سره يووړل.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس دواخان مينه پال وايي چي د ميني انتظار ورور په يوه جنايي جرم کي لاس درلود او پوليسو يې د نيولو لپاره غير مسلکي هڅه کړېده چي دا موضوع اوس تر څېړني لاندي ده او که قانون تر پښو لاندي سوی وو نو له عاملينو سره به يې قانوني چلند وسي.

د کندهار د پوليسو د مشر مل پاسوال عبدالرازق سکرټر غورځنګ افريدي لراوبر ته وويل الحمدلله زموږ پوليس په داسي حالت کي نه دي چي د چاله کوره شل زره افغانۍ، يو امېل يا ډي وي ډي چي ښايي پنځه سوه افغانۍ بيه ولري غلا کړي خو بيا هم زموږ تحقيقاتي ټيم د پېښي په اړه جدي څېړني پيل کړيدي او که معلومه سي چي پوليسو د يوه مجرم د نيولو په عملياتو كي زياتی کړی دی يا نور خلك تري ازار سويدي نو قانوني سزا به ورکړه سي .

Copyright Larawbar 2007-2024