اسلام اباد:درنې چاودني مرګ ژوبله اړولې

اسدالله زړه سواند | اپریل 9th, 2014


په اسلام اباد کي درنې چاودني زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دغه چاودنه نن سهار د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کي د ای الیون سیکټر په سیمه کي د سبزیو په يوې منډی کي سوې ده
عیني شاهدان وايې چاودنه نن اته نیمي بجې هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د سبزیو په کرېټونو کي چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه
د اسلام اباد د پمز روغتون ویاندي ډاکتري عایشې رسنیو ته ويلي چي د پیښي له ځایه ۱۵ مړي او ۳۰تنه ټپیان ور وړل سوي دي
تر اوسه د اسلام اباد چارواکو رسنیو ته په رسمي ډول کوم څه ندي ويلي

Copyright Larawbar 2007-2024