د خلکو د رايو درناوى دي وسي
عطاالله محمدي
په هلمند كې دژورنالیستانو خپلواکې ټولنې او نورو مدني بنسټونواومحصلينو له سياسي كړيو اود ټاكنوله كمسيون څخه وغوښتل چې د خلكود رايې درناوى وكړي
يادوشويوبنسټونود شنبې په ورځ په لښكرگاه كې په يوه غونډه كې وويل چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې زرگونوهيواد والوپه سختوحالاتوكې د خپلې خوښې نوماندانوته رايې وركړې خواوس مهال ځينې كړى هڅه كوي چې د خلكوسپيڅلې رايې ترپښولاندې اود بيلابيلودسيسوله مخې ځانونه خپلې موخې ته ورسوي اود ټاكنوپه پايلوكې لاس وهنې كوي.
دوى د ولسمشرى له نوماندانواود ټاكنواوشكايتونوله كمسيونونوڅخه وغوښتل چې د خلكود رايودرناوى وكړي اوهرنوماند چې د خلكو ډيرې رايې خپلې كړې په سوله ايزتوگه ورته واك وسپارل شي او هيواد د يوې ښې راتلونكې په لوروخوځوي.
دوى همدا رازپه ډاگه كړه هڅه دي وسي چې ټاكنې دوهم پړاوته ولاړې نه شي اوپه پوره توگه د خلكود سپيڅلو رايو درناوى وشي.