د دوبۍ پوليسو ملا معتصم اغا جان خوشي کړى دئ

اسدالله زړه سواند | اپریل 19th, 2014


ويل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ مهال د ماليې وزير ملامعتصم اغاجان د متحده عربي اماراتو د پوليسو له خوا خوشى سوى دئ.

معتصم اغاجان د طالبانو يو له مهمو چارواکو دى، چي په افغانستان کې يې د سولې له پروسې ملاتړ کاوه، دوه اونۍ مخکې د متحده عربي اماراتو د پوليسو له خوا نظربند سوى و.

د افغانستان سولې عالي شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد وايي، چي په پاسپورټ کي د ځینو تخنیکي او ښايي امنیتي ستونزو له کبله پر ملا متعصم اغاجان د عربي متحده اماراتو د حکومت له لوري یو لړ محدودیتونه لګول سوي وو، چي وايي اوس دغه محدودیتونه لری سوي دي.

د ښاغلي وقاد په وینا ولسمشر حامد کرزي د متحده اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره په دې اړه خبري وکړې او اوسمهال دغه ټول محدودیتونه ليرې سوی دي.

قاضي امین وقاد هیله مندي څرګنده کړه، چي نوموړي به هغه تعامل بیا پیل کړي، چي له دې مخکې یې پیل کړی و. ښاغلي وقاد، متعصم اغاجان د سولې شورا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لړ کي مرکچي او دغو خبرو ته زمینه برابرونکي وباله.

د معتصم اغاجان تر نيونې وروسته د بهرنيو چارو وزارت او د سولې عالي شورا غبرګون وښود او له متحده عربي اماراتو يې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چي سولې عالي شورا د روان کال د وري په ٢٢مه اعلان وکړ، چي د دې شورا له خوا د سولې د خبرو پروسه د طالبانو له ځينو پخوانيو چارواکو سره په متحده عربي اماراتو کې روانه ده او ډېر ژر به د دې پروسې دويم پړاو هم پيل سي.

د تېر کال د سلواغې په وروستيو کې د ملامعتصم په مشرۍ د سولې د عالي شورا د ځينو استازو او د ځينو طالب چارواکو ترمنځ په دوبۍ کې غونډه وسوه.

په دې ناسته کې ويل سوي وو، لکه څنګه چي پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره خبرو ته چمتو سوي، افغاني طالبان هم بايد له خپل حکومت سره خبرو ته کښېني.

خو وروسته له دې ناستې د طالبانو د مرکزي شورا وياند، چي مرکز يې په کوټه کي دئ، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، چي د يادې غونډې ګډون کوونکي د دوى په ډلې پورې اړه نه لري او د هغوى پرېکړه هم نه مني.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي اغاجان معتصم د فعالیتونو په باب کابل ټولې غاړې خبرې کړې وې.

هغه زیاتوي چې د متحدو عربي اماراتو د بهرنیو اړیکو یو فعال به له ښاغلي معتصم اغا سره هر ځای ملګری و.

افغان حکومت بې له دې چې د چا نوم واخلي یو وار بیا ویلي چې د سولې د بهیر لپاره خنډ پيدا کوونکي د دوی په وینا د افغانستان ښکاره او پټ غلیمان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024