په پښتني سيمو كي د تعليم ضد جنګ په درز روان دئ
د سوات په دير سيمه كي نا معلومو وسله والو يو ښوونځى په بمونو الوزولى چي چاته پكښي ځاني تاوان نه دئ رسېدلئ.
ځايي پوليس وايي د چاودني له امله د ښوونځي ځيني ځايونه نړېدلي خو چاته يې تاوان نه دئ اړولئ. او د عاملينو لټون يې پيل سوى دئ.
كه څه هم په لر او بر افغانستان كي د دغسي چاودنو د مسوليت ګوته طالب جنګياليو ته نيول كېږي، خو طالبان په وار- وار دغه ادعاوي ردوي.
سره له دې چي د لر او بر په پښتني سيمو كي د ښوونځيو سوزول يو ورځنى خبر ګرځېدلئ، خو تر اوسه نه په لر او نه هم بر كي دولتي چارواكو د داسي يوې ډلي د نيولو خبر وركړئ، چي ښوونځي يې سوځلې.
د كارپوهانو په وينا په پښتني سيمو كي د روانو بمباريو او وسله والو جنګونو ترڅنګ د تعليم ضد جنګ د پښتنو پر ضد د استعماري جګړې يو بل اړخ دئ، چي په لر او بر افغانستان كي ښه په درز روان دئ.